د ګېل د غبرګې سلیزې په مټ ویسټ انډیز زمبابوې ته ماته ورکړه

ګېل پر ۱۴۷ توپونو ۲۱۵ منډې وکړې چې ۱۶ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې په کې شاملې دي.
د عکس تشریح، ګېل پر ۱۴۷ توپونو ۲۱۵ منډې وکړې چې ۱۶ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې په کې شاملې دي.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې د ویسټ انډیز د سر توپوهونکي کرېس ګېل د زمبابوې پر وړاندې لوبه کې د نړیوال جام لوبو د لومړۍ غبرګې سلیزې ریکارډ جوړ کړ.

د ګېل تر څنګ د ویسټ مارلن سمیولز هم ۱۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې چې په مټ یې ویسټ انډیز زمبابوې ته پر ۷۳ منډو ماته ورکړه.

ګېل پر ۱۴۷ توپونو ۲۱۵ منډې وکړې چې ۱۶ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې په کې شاملې دي.

نوموړي او سمیولز د بیټنګ په ملګرتیا کې د دریمې وېکټې لپاره ریکارډ ۳۷۲ منډې وکړې.

د ګېل په پرتله سمیولز نسبتا ارامه لوبه وکړه او خپلې ۱۳۳ منډې یې پر ۱۵۶ توپونو لاسته راوړې.

د باران له کبله د زمبابوې هدف د (ډي ایل) طریقې پر بنسټ په ۴۸ اورونو کې ۳۶۳ منډې ټاکل شوی و.

ګېل بالنګ کې هم ښه وځلېد او په خپل ورو توپ اچونه یې د ۳۵ منډو په بدل کې ۲ وېکټې واخیستې.

د ګېل په پرتله سمیولز نسبتا ارامه لوبه وکړه او خپلې ۱۳۳ منډې یې پر ۱۵۶ توپونو لاسته راوړې.
د عکس تشریح، د ګېل په پرتله سمیولز نسبتا ارامه لوبه وکړه او خپلې ۱۳۳ منډې یې پر ۱۵۶ توپونو لاسته راوړې.

ویسټ انډیز خپله لومړۍ لوبه نسبتا کمزري سیال ایرلنډ ته بایللې وه خو له هغې لوبې وروسته یې پاکستان ته ماته ورکړه او د زمبابوې پر وړاندې یې نن دوهمه بریا لاسته راوړه.

دوی اوس په (ب) ګروپ کې له هند سره د جدول په سر کې ځای لري.

ویسټ انډیز به خپله راتلونکې لوبه د پیاوړې لوبډلې سوېلي افریقا پر وړاندې د جمعې پر ورځ ترسره کوي.

زمبابوې که څه هم لوبه په لوی توپیر وبایلله خو یو شمېر توپوهونکو یې د پام وړ مقاومت وکړ چې د سین ویلیمز ۷۶ او د کرېګ ایرون ۵۲ منډې په کې د یاودنې وړ دي.

په بالنګ کې د ویسټ انډیز جیریمي ټېلر د ۳۸ منډو بدل کې ۳ او کپتان جېسن هولډر د ۴۸ منډو بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.