ښځې سره عقديي چلند او د هغې جنس تر نر کښته ګڼل

  • پاکیزه ارزو
  • کابل مېشته لیکواله
لا مې ډېر مزل نه و کړی چې د یوه بل غږ مې واورېد، ځه مورې کراره په کور کښېنه، تا ته چا ویلي چې له کوره راووځه، چې په بیه نه پوهېږې بازار ته مه راځه.
د عکس تشریح، لا مې ډېر مزل نه و کړی چې د یوه بل غږ مې واورېد، ځه مورې کراره په کور کښېنه، تا ته چا ویلي چې له کوره راووځه، چې په بیه نه پوهېږې بازار ته مه راځه.

د مرګونو نا معلومې انګېزې د ښار په ګڼه ګونه کې چې دواړه انساني ذاته (نر او ښځه) ګام په ګام مل روان وو، یوه لاروي بل ته وویل زه حیران یم چې دا ښځې ولې له کوره د باندې راوځي، که خدای واک راکړ ټولې به په کور کړم. دویم ځواب ورکړ، هو طالبان ښه وو، ښار یې داسې ترې بېغمه کړی و.

له ځان سره په دې فکر کې شوم چې دا خبره یې ولې وکړه، د ښځې د ذات سره عقده وه او که ده ته هم دا جنس دویم ښکاره شو او د بهر وتو حق ولې ترې اخلي.

لا مې ډېر مزل نه و کړی چې د یوه بل غږ مې واورېد، ځه مورې کراره په کور کښېنه، تا ته چا ویلي چې له کوره راووځه، چې په بیه نه پوهېږې بازار ته مه راځه.

ما د هغې سپین سرې مجبوري درک کړه چې له کوره راوتې خو د هغه کس خبرې ته حیرانه شوم چې ولې یې له شدت کار واخیست، دا بازار و، که د ده په کور کې جنجال شي د شدت درجه به څومره وي.

د موټرونو تمځای ته ورسېدم، یوې ښځې وویل، خیر ده وروره ته خو هر وخت کور ته ځان رسولی شې، ما ته نوبت راکړه په ما ناوخته دی. سړي وویل، ځانته ټیکسي ونیسه ضرور نه دی چې له کوره راوځې.

په دې فکر کې شوم چې دغه کس دا خبره ولې وکړه او زما فکر د هغه کور ته ولاړ. که له ښځې سره یې خوابده شي نو له هغې سره به څنګه سلوک کوي چې پردۍ ته یې داسې ځواب ورکړ.

د موټر په څوکۍ ناستې سوالګرې یې تر لاس ونیوه، د موټر کلینر په زوره کښته کړه، چې کرایه نه لرې موټر ته ولې راپورته کېدې.

بلې غږ وکړ خیر ده پرېښي به دې وه مجبوره وه. موټر چلونکي وویل موږ هم خواري کوو د پیسو لپاره خلک مفته نشو وړی، واده کوم او ولور پرې کوم، ځان سره مې وویل، د ښځې د ولور لپاره دا خواري کوي خو بلې ښځې باندې رحم نه کوي.

د کونډې د کور کړکۍ خلاصه وه، ته وا محشر جوړ دی، سړي چېغې وهلې چې که ښځه ښه وای نر نه بد کېده خو د ښځې غږ مې و نه وارېده.

په دې فکر کې شوم چې د هغې غږ ولې نشته، داسې ښکارېده لکه ستونی چې یې ورنیولی وي. او داسې نورې او نورې شخړې چې د ډیرو کورونو سکون یې وړی.

د هغه باور له مخې چې ښځه له نر وروسته خلق شوې او د ښځې په نوم انسان چې د انسان له پیدایښت سره نږدې په دې تورنه شوه چې دغه ذات و چې شیطان وښویوله او د ادم په نوم د انسان د جنت نه د شړلو سبب شوه.

دا تور هم پرې لګول کېږي چې د لومړني قتل سبب همدا ذات و خو دا ټول د دینې مطالعې پر بنسټ نه بلکې دا له ښځې سره د عقديي چلند او د هغې جنس تر نر کښته ګڼلو په اساس ویل کېږي.

ځکه په دین کې دا نه دي واضح شوي چې شیطان لومړی څوک تېر ایستل او نه یې په مشخص ډول د بي بي حوا نوم اخیستی دی.

د دغو تورونو تر شا هغه حقیقت ته څوک پاملرنه نه کوي چې د ادم (ع) د جنت څخه د ایستلو سبب حوا بي بي نه بلکې له انسان سره د شیطان دښمني وه او د قابیل حرص و چې د قسمت په خپله برخه یې قناعت و نه کړ او هابیل یې وواژه.

د بشر ژوند له مدني کېدلو سره د انسان انساني مقام او ارزښت زیاتېږي، د دې ارزښت سره بیا هم انسانان په اشرافو او غریبو طبقو وېشل کېږي او په ټولنو کې د اشرافو طبقاتي یا فیوډالي نظامونه حاکم کېږي.

خو هغه څه چې په دغو طبقو کې د دریم ګړی پاتې شو او له هغوی سره طبقاتي نه بلکې جنسي توپیر کېده هغه د ښځې ذات و چې په دواړو طبقو کې د دویم جنس په توګه ورته کتل کېده.

په بشري ټولنو کې که هر څومره پرمختګ وشو او بشر د مدنیت خوا ته ولاړ، خو ښځه یې پرې نه ښوده چې د نارینه سره په برابرۍ کې راشي او د ښځې ذات یې تر کورونو، معبدونو، کلیساوو او قصرونو پورې د ملکې، راهبې، الهې، مور، خور، مېرمنې او د یوې کنیزې پورې محدود کړ.

دا موقفونه هم په خپل نوعیت کې د نارینه د واکدارۍ لاندې وو، ان دا چې د خپل وخت نوابغو او متفکرینو لکه افلاطون او ارسطو هم دا ذات نیمګړی بللې او دا یې ویلې چې ښه ده دوی د نر له ذاته دي نه د ښځې له ذاته.

زمانې واوښتې خو دلته لا هم هغه څه راون دي چې د زمانو مخکې خبرې وې. په تېرو دیرشو ورځو کې بیا چېرته یوه انګیزه شهیده شوه، چېرته یوه سپوږمۍ تندر ووهله، چېرته یوه رڼا مړه شوه او چېرته یوه هیله د ناهیلیو په تورتم بنده شوه.

بیا یې د څړیکو او دردنو زګیروي په ستونې کې ور بند کړل، د یوې په ستونې یې چاړه تېره کړه، یوه یې پلار ځانته بدله کړه، له یوې یې د بدن ټوټه پرې کړه، په بلې یې تېری وکړ، یوه یې په بد کې ورکړه، په یوې یې انتحار وکړ.

بیا یې دا ثابته کړه چې ښځه لا انسان نه دی بلکې د نر او رواج تر منځ دریم ګړی پاتې دی او د ښځې په نوم ذات چې مظلوم ورته خطاب کېږي بیا یې د مظلومیت ښکار کړه او د ښارونو په شور کې نه د دې مظلومو زګیروي او نه یې وروستۍ سلګۍ چا واورېدې او پرته له دې چې د دغو ساګانو د بندېدو انګیزې یې چا پوښتلې وای د ګور په خوله یې دننه کړې.

دلته هغه مفکوره لا هم ثابته پاتې ده چې ښځه یا د کور ده یا د ګور ده او یا هغه بې ارزښته پاسني خبرې دي چې ښځې وژني خو له کور یې د باندې نه پرېږدي.