پرویز مشرف او د طالبانو په نامه سیاسي‌ لوبه

  • اېمل فیضي
  • د پخواني ولسمشر کرزي وياند
د ۲۰۰۶ کال سپتمبر، د روژې په میاشت کې کله چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکې ډېري سره خرابې شوې، د امریکا ولسمشر جورج بوش، د افغانستان او پاکستان ولسمشران واشنګتن ته دعوت کړل.
د عکس تشریح، د ۲۰۰۶ کال سپتمبر، د روژې په میاشت کې کله چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکې ډېري سره خرابې شوې، د امریکا ولسمشر جورج بوش، د افغانستان او پاکستان ولسمشران واشنګتن ته دعوت کړل.

متقاعد پاکستاني جنرال، پرویز مشرف له کلونو انکار وروسته بالاخره رسنیو ته خوله خلاصه کړه او ویې منل چې د پاکستان نظامیانو او استخباراتي ادارې په تېرو کلونو کې د طالبانو په بیا روزلو او د افغانستان پر خلاف استعمالولو کې لاس درلود.

دا چې ولې اوس یو دم پرویز مشرف په افغانستان کې د پاکستان د پوځیانو او استخباراتي ادارې اهدافو څخه پرده پورته کړه او په دې رښتیا ویلو سره یې څومره افغان طالبانو او په افغانستان کې د هغوی داعیې ته کلک ګوزار ورکړ، دا یو بل نوی بحث دی چې د دې ښکارندویي‌ کوي چې په افغانستان کې د طالیبانیزم په نامه سیاسي او استخباراتي لوبه د بدلون په حالت کې ده.

په دې لیکنه کې پوښتنه دا ده چې جنرال مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال له افغانستان او طالبانو سره څه وکړل او ولې یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره اړیکي ترینګلې وې؟

جنرال مشرف څنګه طالبان بیا راپورته کړل؟

د ۲۰۰۱ کال وروسته، کله چې پر اسلام آباد باندې نړیوال فشارونه مخ په زیاتېدو شول، پرویز مشرف او نورو پاکستاني پوځیانو ته چې د هېواد د نظام اصلي اختیار لرونکي‌ دي او د پاکستان بهرنۍ سیاست هم دوی ټاکي، دا ګرانه او ناشونې وه چې په افغانستان کې د طالبانو په نامه له سیاسي لوبې څخه په واقعي توګه لاس واخلي.

پاکستاني پوځیانو باید په افغانستان او سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو او هغه رسمي خصومت چې د هند او افغانستان په مقابل کې لري، خپلې نیابتي جګرې ته او له غرب سره معاملې ته ادامه ورکړې وای.

په هم دې هدف، د طالبانو د بیا راپورته کېدو په خاطر، د پاکستان اصلي چارواکو، متقاعد پوځي افسران د رسمي تشکیل څخه د باندې د قراردادیانو په شکل د یوه نوي ماموریت لپاره وګومارل.

د پاکستان د پوځ دغو متقاعدو افسرانو یا قراردادیانو، د غیر دولتي ادارو په توګه د هېواد په مختلفو ښارونو او سیمو کې د طالبانو او نورو تندلارو لپاره د بیا جلب او جذب دفترونه پرانیستل.

نوی ماموریت دا و چې سره پاشلي افغان طالبان او نورو پاکستاني او غیر پاکستاني تندلارو چې په افغانستان کې یې د امریکا له جګرې څخه پاکستان ته پناه وړې وه، باید د یوې نوې جرګې لپاره – تر دې شعار لاندې چې افغانستان ته کفار راغلي او جهاد باید وشي - سوق شي.

ولسمشر کرزي د امریکا د اوودرو ویلسن تحقیقاتي مرکز ته په یوه وینا کې وویل د ترهګرۍ سرچینو ته باید ورسیږو، هلته چې تروریستان روزنه ویني، جګړې ته تشویقیږي، مالي ملاتړ یې کېږي او د جګړې ډګر ته استول کېږي.
د عکس تشریح، ولسمشر کرزي د امریکا د اوودرو ویلسن تحقیقاتي مرکز ته په یوه وینا کې وویل د ترهګرۍ سرچینو ته باید ورسیږو، هلته چې تروریستان روزنه ویني، جګړې ته تشویقیږي، مالي ملاتړ یې کېږي او د جګړې ډګر ته استول کېږي.

د جګړې لپاره، د افغان تنکي پښتانه ځوانانو پر جذبولو، د هغوی د ذهنونو د مینځلو او جنګي روزنې لپاره په خیبر پښتونخوا او نورو سیمو کې د لشکرې طیبه تر نظارت لاندې د روزنې نوي مرکزونه او پټنځایونه جوړ شول.

د نوي سرتېرو د جنګي روزنې، افراطيت او ترهګریزو فعالیتونو - لکه ځانمرګی- ته آماده کولو مسوولیت د ترهګرې او تندلارې ډلې لشکرې طیبه چې په سیمه او نړۍ کې د پاکستان د پوځیانو او استخباراتي ادارې د تروریستي فعالیتونو لپاره د یو اجرایوي بازو په توګه کار کوي، وسپارل شو.

وطندوسته افغان طالبان چې د پاکستان نوکري یې نه شوه کولای، یا له منځه یوړل شول، یا د خپلو کورنیو سره په پاکستان کې تر جدي نظارت او تهدید لاندي راغلل او یا هم د پیسو او امتیازاتو په مقابل کې ورباندې معامله وشوه.

د وزیرستان موافقه او د ترهګرۍ تقویت

جنرال پرویز مشرف، په دې هدف چې په افغانستان کې جګړه او بې ثباتي‌ لا هم غښتلې کړي، د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په ۵ نېټه، د طالبانو، پاکستاني او غیر پاکستاني افراطیونو او ترهګرو لپاره د شمالي وزیرستان موافقې په نامه د اوربند یو تړون ته زمینه برابره کړه.

په دې تړون سره، د پاکستان د پوځ او د قبایلي‌ سیمو د جنګیالیو تر منځ اوربند اعلان شو او په دې کار سره د وزیرستان په نا اداره شوي خاوره کې د افغانستان د ناامنۍ او بې ثباتۍ افزارو ته یو ډېر پراخ او اغېزناک بستر رامنځ ته شو.

دې تړون د منځنۍ آسیا، عرب او نورو بهرنیو جنګیالیو ته د ژوند او ترهګریزو فعالیتونو مساعده فضاء برابره کړه او په نتیجه کې یې ډېر ژر په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو او عامو وګړو باندې تروریستي بریدونه څو برابره زیات شول.

جنرال مشرف د رسنیو سره په خبرو کې د شمالي‌ وزیرستان د تړون کلکه دفاع وکړه او دا یې هم رسنیو ته وویل چې بریتانیا او امریکا د دې تړون ملاتړي دي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند ټوني سنو، د تړون له لاسلیک کېدو دوه ورځې وروسته رسنیو ته وویل چې اسلام آباد واشنګټن ته د وزیرستان د تړون په اړه لازم اطمینان ورکړی دی.

په پاکستاني او بهرنیو رسنیو کې له دې تړون څخه د ملا محمد عمر د ملاتړ او هرکلي خبرونه هم نشر شول چې په اصل لکه نن ورځ د طالبانو په نامه د پاکستان د استخباراتو یوه اعلامیه وه، نه د ملاعمر موقف.

جنرال مشرف او اسلام آباد تکرار دا ویل چې دا تړون له طالبانو سره نه بلکې د قبایلي‌ مشرانو سره ترسره شوی دی، خو په حقیقت کې د تړون مقابل لوری طالبان، پاکستاني او بهرني جنګیالي وو.

په کابل کې افغان ولسمشر حامد کرزي او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د پاکستان له دې تړون څخه په رسنیو کې سخته ناخوښي څرګنده کړه او هغه یې تکذیب کړ.

د کرزي او مشرف د حکومتونو تر منځ کړکېچ

د ولسمشر کرزي او جنرال مشرف تر منځ اړیکي له ۲۰۰۵ کال وروسته مخ په خرابېدو شوې.

د ورځو په تېرېدو سره، کابل ته دا روښانېده چې اسلام آباد نه یوازې د ترهګرۍ سره په جګره کې رښتینې همکاري نه کوي، بلکې د طالبانو، حقاني شبکې او خپلو نورو سیاسي افزارو په واسطه په افغانستان کې جګرې، نفاق او بې ثباتۍ ته لمن وهي.

د افغانستان د ملي‌ امنیت ادارې او کورنیو چاروو وزارت به ډېر مهم او مؤثق استخباراتي مالومات د تروریستانو د پټو ځالو، مدرسو او نورو روزنیزو مراکزو په اړه له اسلام آباد سره شریکول، خو مقابل لوري به تل انکار او په مختلفو بهانو عدم همکاري ښودله.

د افغانستان امنیتی ادارو د کوټې شورا د فعالیتونو او نورو تروریستي مرکزونو په اړه چې د افغانستان پر ضد یې ترهګر روزل، ډېر کره او تازه استخباراتي مالومات د دقیقو آدرسونو او ټیلیفون شمېرو په شمول را جمع کول خو اسلام آباد به ټول په دې نامه چې مؤثق نه دي، په کلکه ردول.

د افغانستان په اړه د پرویز مشرف سیاستونه چې د ځینو یادونه یې پورته شوې ده،  زموږ په هېواد کې د طالبانو د بیا پارېدو، د تروریزم د تقویت او د سلګونو بې ګناه افغانانو د شهادت او قربانۍ باعث شوي دي.
د عکس تشریح، د افغانستان په اړه د پرویز مشرف سیاستونه چې د ځینو یادونه یې پورته شوې ده، زموږ په هېواد کې د طالبانو د بیا پارېدو، د تروریزم د تقویت او د سلګونو بې ګناه افغانانو د شهادت او قربانۍ باعث شوي دي.

جنرال مشرف به بهرنیو چارواکو او مطبوعاتو ته ویل چي کوټه ولایتي شورا لري. موږ په کوټه کې د پوځ قول اردو لرو. هېڅ داسې سوال نشته چې طالبان دې په کوټه کې شورا ولري. دا یوه ډېر مضحکه ادعا ده چې طالبان دې هلته خپل مقر ولري... په کوټه کې د پاکستان او د امریکا د استخباراتي ادارو ګډ یو ساختار او همکاري وجود لري، دا به د ډېر رقت یو حالت وي که دوی ټول په دې خبر نه وي چې په کوټه کې دې د طالبانو شورا وي.

پرویز مشرف ډېري ناکامې هڅې وکړې چې پاکستان د افغانستان د پښتنو مدافع ګاونډی هېواد ښکاره کړي، او تر دې عنوان لاندې چې په کابل کې د کرزي حکومت د غیرې پښتنو دی او د حکومت مهمې چارې د تاجک قوم په اختیار کې دي، د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کې پښتانه د مرکزي حکومت پر خلاف وپاروي او په هېواد کې نفاق ته هم لمن ووهي.

مشرف به ویل: پښتانه په افغانستان کې اکثریت دي خو کله چې تاسې کابل ته ځئ، د کابل د هوايي ډګر څخه شروع هرې خوا ته د تاجک احمد شاه مسعود عکسونه په سترګو کېږي.

د هېواد ټول مهم وزارتونه د تاجکانو په اداره کې دي. په داسې یو حالت کې به ولې افغانستان کې جګره او د طالبانو په نامه د پښتنو پاڅون نه وي... طالبان د افغانستان کورنۍ ستونزه ده.

د کرزي غبرګون، د مشرف لفظي شخړې او سپکې سپورې

د ۲۰۰۶ کال د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په خپله وینا کې جنرال مشرف وویل: د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې ستونزې (تروریستي فعالیتونه) په دې خاطر دي چې په پاکستان کې د درې میلیونو نه زیات افغان کډوال ژوند کوي او ځینې یې له طالبانو سره خواخوږي لري.

د پرویز مشرف دا ډول افغانستان ضد څرګندونو او د امریکا او ناټو هېوادنو بې تفاوتي د ولسمشر کرزي حوصله هم ختمه کړه.

که څه هم د امریکايي چارواکو لخوا به هغه ته ویل کېدل چې د پاکستان پر خلاف هیڅ و نه وايي، خو ولسمشر کرزي په داخل او بهر کې د پاکستان له دوه مخي سیاست څخه په جزئیاتو، اسناد او شواهدو پرده پورته کړه او ډېر مهم حقایق یې بیان کړل چې دا کار، په نړیوالو مجالسو او ناستو کې د ولسمشر کرزي په مقابل کې د پرویز مشرف د لفظي شخړې او غیر دیپلوماتیکو حرکاتو باعث شو.

ولسمشر کرزي د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په ۲۶مه د امریکا د اوودرو ویلسن تحقیقاتي مرکز ته په یوه وینا کې وویل یوازي پوځي عملیات په افغانستان کې موږ له ترهګرۍ نه ژغوري. د ترهګرۍ سرچینو ته باید ورسیږو، هلته چې تروریستان روزنه ویني، جګړې ته تشویقیږي، مالي ملاتړ یې کېږي او د جګړې ډګر ته استول کېږي.

د ترهګرۍ خلاف جګره باید هغه مدرسو ته وغځول شي، چېرې چې د نفرت او افراطیت تعلیم ورکول کېږي...

حامد کرزي زیاته کړه دغه مرکزونه باید په عمل کې بند شي، چلونکي او مشران یې ونیول شي... او زه هیله لرم چې ولسمشر مشرف، زه او ټول هغوی چې زموږ سره مرسته کوي، وکولای شو دغې ستونزې ته، د دغو مرکزونو او مدرسو په بندولو سره، ځواب ووایو.

ولسمشر کرزي دا هم امریکایی چارواکو ته وویل چې د طالبانو مشرتابه‌، د ملا محمد عمر په ګډون د پاکستان په خاوره کې دي.

د ۲۰۰۶ کال سپتمبر، د روژې په میاشت کې کله چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړيکې ډېري سره خرابې شوې، د امریکا ولسمشر جورج بوش، د افغانستان او پاکستان ولسمشران واشنګتن ته دعوت کړل.

د ولسمشر کرزي او جنرال مشرف تر منځ اړیکي له ۲۰۰۵ کال وروسته مخ په خرابېدو شوې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ولسمشر کرزي او جنرال مشرف تر منځ اړیکي له ۲۰۰۵ کال وروسته مخ په خرابېدو شوې.

د دې سفر پر مهال د ولسمشر بوش په کوربتوب، د حامد کرزي او پرویز مشرف تر منځ د مذاکراتو فضاء د شدیدو اختلافاتو، توندو خبرو او اتهاماتو وه.

د ولسمشر بوش لخوا د سپتمبر په ۲۷مه د شپې روژه ماتی هم د جنرال مشرف د نا دیپلوماتیکو سپکو حرکاتو او خبرو سره و. د سپینې ماڼۍ په یو لنډ ګډ خبري کنفرانس کې، ولسمشر کرزي او جنرال مشرف د رسنیو په مخ کې لاسونه سره ور نه کړل او نه یې هم یو بل ته سره وکتل. دا کار د نړیوالو رسنیو توجه جلب کړه او په سبا یې د ورځپاڼو مطالب او عنوانونه ورباندې جوړ شول.

کرزی وایي اسامه بن لادن په پاکستان کې دی

د امریکا د سفر پر مهال له جنرال پرویز مشرف څخه ژورنالیستانو د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه وپوښتل.

مشرف په ځواب کې وویل: زه مالومات نه لرم، خو زه پوهیږم چې ولسمشر کرزی راغلی دی دلته او وایي چې هغه (اسامه بن لادن) په پاکستان کې دی. زه نه پوهیږم چې دی خپل استخباراتي مالومات له کومه کوي. موږ کافي استخبارتي مالومات لرو او د امریکا د استخباراتو سره بشپړه همغږي لرو. نه پوهېږم چې د ده استخباراتي مالومات له کومې سیارې څخه دي.

د افغانستان په اړه د پرویز مشرف سیاستونه چې د ځینو یادونه یې پورته شوې ده، زموږ په هېواد کې د طالبانو د بیا پارېدو، د تروریزم د تقویت او د سلګونو بې ګناه افغانانو د شهادت او قربانۍ باعث شوي دي.

جنرال مشرف د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د طالب په نامه جګره بیا تازه کړه، په نړېواله کچه یې د افغانانو سپکاوی او توهین وکړ او د تروریزم سره د مبارزې په شعار یې د امریکا او نورو غربي هېوادو څخه په لس هاو میلیارده ډالره مالي او پوځي مرستې واخیستلې. خو د جنرال مشرف سیاستونو، د افراطي او تروریستي ډلو سیاسي‌ او اجتماعي نفو‌ذ په پاکستان کې په ډېره خطرناکه توګه زیاد کړ چې نن ورځ هیواد یې له جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.

پرویز مشرف په اصل کې چا ته خدمت وکړ؟