د افغانستان ٥١ يو ورځنۍ نړيوالې کرېکټ لوبې

په ټولیز ډول افغان لوبډلې ۵۱ سیالۍ کړې چې ۲۵ یې ګټلې او ۲۶ بایللې دي.
د عکس تشریح،

په ټولیز ډول افغان لوبډلې ۵۱ سیالۍ کړې چې ۲۵ یې ګټلې او ۲۶ بایللې دي.

په نړيوالو کرېکټ اتلوليو کې له انگلستان سره د افغانستان وروستۍ لوبه له ٢٠٠٩ کال راهيسته د دغه هېواد د ترسره شويو رسمي نړيوالو لوبو ٥١ مه وه، افغان لوبډلې څه په کې وکړل جزييات يې دلته لوستى شئ.

د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي لوبې په سويلي افريقا کې ترسره شوې.

په ٢٠٠٩ کال کې شوې هغه لوبې که څه هم په دې مانا نه وې چې افغانستان نړيوالو اتلوليو ته لار ومومي خو افغان لوبډلې په کې د نړيوالو يو ورځنيو رسمي لوبو دريځ خپل کړ.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلنډ سره وکړه چې په ٨٩ منډو يې وگټله.

له هغې لوبې وروسته افغانستان تر اوسه ٥٠ نورې لوبې کړي دي، دلته يې کال په کال ريکارډ ته کتنه کوو.

٢٠٠٩

افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې ټولې درې رسمي نړيوالې يو ورځنۍ لوبې وکړې.

لومړنۍ لوبه يې د اپريل په ١٩مه نېټه د سويلي افريقا په بينوني کې وشوه.

نبي او سميع په کې پنځوسيزې وکړې او افغانستان په کې ٢٩٥ منډې درلودې چې تر اوسه يې په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډيرې دي.

په همدې کال افغانستان د اپريل په ٣٠مه او د سپتمبر په لومړۍ نېټه له هالنډ سره هم دوه يو ورځنۍ لوبې وکړې چې دواړو هېوادونو يوه يوه وگټله.

ټول ټال په ٢٠٠٩ کال کې افغانستان درې لوبې وکړې دوه يې وگټلې او يوه يې وبايلله.

٢٠١٠

په ٢٠١٠ کال کې افغانستان ١٣ لوبې وکړې.

له سکاټلنډ پرته يې له کېنيا، کاناډا او ايرلنډ سره هم په دغه کال کې يو ورځنۍ سيالۍ درلودې.

په دغو ١٣ لوبو کې افغانستان اووه لوبې وگټلې او په شپږو کې له ماتې سره مخامخ شو.

په زړه پورې لوبه يې د فبرورۍ په ١٦مه نېټه شارجه کې وه چې کاناډا ته په کې افغانستان يوازې په يوې منډې ماتې ورکړه.

خو په اکتوبر کې يې له کينيا په ٩٢ منډو ماتې تر ټولو درنه وه.

٢٠١١

په دې کال کې افغانستان يوازې دوه يو ورځنۍ رسمي لوبې درلودې. دواړه لوبې يې له کاناډا سره وې او په دواړو کې افغانستان بريالى و.

لوبې په کاناډا کې وشوې چې توپير هم ډېر نه و. په يوې کې افغانستان په ١٧ منډو بريالى شو او په بلې کې يې دوه لوبغاړي پاتې و چې برى يې خپل کړ.

٢٠١٢

افغانستان په دې کال کې پنځه لوبې وکړې.

په لومړي ځل يې د کرېکټ د نړيوالې شورا له بشپړو غړو سره هم پنجه نرمه کړه.

د نړيوالو اتلوليو تر پايه پورې افغان لوبډلې ټول ټال ١٠ يو ورځنۍ لوبې وکړې.
د عکس تشریح،

د نړيوالو اتلوليو تر پايه پورې افغان لوبډلې ټول ټال ١٠ يو ورځنۍ لوبې وکړې.

د فبروري په لسمه نېټه په شارجه کې افغانستان له پاکستان سره لوبه وکړه. سيالې لوبډلې د درو لوبغاړو په سوځېدا لوبه وگټله.

د همدې کال په خپله وروستۍ لوبه کې چې د اگست په مياشت کې بيا هم په متحدو عربو اماراتو کې وه استراليا له افغانستان څخه په ٦٦ منډو لوبه وگټله.

په پاتې درو لوبو کې افغانستان له هالنډ او ايرلنډه دوه لوبې وبايللې او يوازې يوه يې له هالنډه وگټله.

په دې حساب ٢٠١٢ کال افغان لوبډلې ته ډېر بريالى نه و. په پنځو لوبو کې يې يوازې يوه وگټله.

٢٠١٣

افغانستان يوازې څلور لوبې درلودې چې له سکاټلنډ او کېنيا سره وې.

افغان لوبډلې خپلې څلور سره لوبې وگټلې.

په دې څلورو سرو لوبو کې افغان لوبډلې دويم ځلې بېټينگ وکړ او هر وار يې په لوى توپير لوبې خپلې کړې.

٢٠١٤

په دې کال افغانستان ١٤ لوبې وکړې چې د اسيا کپ اتلوليو کې گډون هم په کې و.

افغانستان له دغو ١٤ لوبو يوازې شپږ وگټلې. خو په لومړي ځل يې د کرېکټ د نړيوالې شورا کوم بشپړ غړي ته ماتې ورکړه.

افغانستان په اسيايي کپ سياليو کې بنگله ديش ته په ٣٢ منډو ماتې ورکړه.

خو له پاکستان، هند او سرېلنکا يې لوبې وبايللې.

افغانستان له اماراتو هم درې لوبې وبايللې خو زمبابوې ته يې په زمبابوې کې دوه ځلې ماتې ورکړه.

٢٠١٥

د نړيوالو اتلوليو تر پايه پورې افغان لوبډلې ټول ټال ١٠ يو ورځنۍ لوبې وکړې.

افغانستان په درو لوبو کې بريالى شو چې دوه ځلې سکاټلنډ او يو ځل ايرلنډ څخه په سيالۍ کې د افغان لوبډلې برى په برخه شو.

دا لومړى ځل و چې په رسمي يو ورځنيو نړيوالو سياليو کې افغانستان ايرلنډ ته ماتې ورکوله. په نورو اوو لوبو کې افغان لوبډله ونه ځلېدله.

په ټولیز ډول افغان لوبډلې ۵۱ سیالۍ کړې چې ۲۵ یې ګټلې او ۲۶ بایللې دي.