اندونیزیا او مالیزیا زرګونو کډوالو ته لنډمهالې پناه ورکړې

اندونیزیا او مالیزیا زرګونو کډوالو ته لنډمهالې پناه ورکړې

د مالیزیا او اندونیزیا حکومتونو سلا کړې ده چې د لنډ وخت لپاره به هغو کډوالو ته پنا ورکړي چې د دوی په سمندرغاړو کې ایسار دي.

پر دې هېوادونو نړیوالو فشار ډېر کړی و چې له دې کډوالو سره مرسته وکړي.

خو بیا یې هم شرطونه ایښي دي. د مالیزیا د بهرینو چارو وزیر انیفا امان وايي دوی به په خپله لاړ نشي او په کډوالو پسې به لټون پیل نه کړي.

يوازې به هغو ته پناه ورکړي چې خپله سمندرغاړو ته راشي او په دې شرط به یې خوندي کړي چې نړيواله ټولنه ژمنه وکړي چې په يوه کال کې به يې بيرته ستنوي او يا به يې په يوه کال کې دننه بل ځاى بيايي.

ګومان کېږي د تایلنډ، انډونیزیا او مالیزیا تر منځ اوبو کې شاوخوا شپږ زره خلک ایسار وي.

شاوخوا ۴۳۰ یې اندونیزیايي کب نیونکو ژغورلې دي.

ډېری یې روهېنګا مسلمانان دي چې میانمر او بنګله دېش کې له ځورونو په تېښته دي. خو دا ستونزه څومره لویه ده؟