افغانستان د نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله

مشرفې مرتضی د ۲۰ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.
د عکس تشریح، مشرفې مرتضی د ۲۰ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش پر وړاندې د ۱۰۵ منډو په توپیر وبایلله.

افغان لوبډلې د بنګله دیش د ۲۶۷ منډو په ځواب کې یوازې ۱۶۲ منډې جوړې کړای شوې.

بنګله دیش د پیل په اورونو کې خورا ښه بالنګ وکړ او د افغانستان د سر درې لوبغاړي یې یوازې پر درې منډو وسوځول.

نوروز منګل او سمیع الله شینواري بیټنګ کې د ملګرتیا هڅه وکړه خو منډې خورا ورو شوې چې له کبله یې په راتلونکو توپوهونکو فشار زیات شو.

نوروز منګل پر ۵۷ توپونو ۲۷ او سمیع الله شینواري پر ۷۵ توپونو ۴۲ منډې وکړې.

تر دوی وروسته کپتان محمد نبي د لوبې تلې برابرولو کوښښ وکړ او یوازې پر ۴۳ توپونو یې ۴۴ منډې وکړې خو د نبي له سوځېدو وروسته نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

دغه راز افغان لوبډله په ۴۲،۵ اورونو کې پر ۱۶۲ منډو وسوځېده.

د بنګله دیش له لورې مشرفې مرتضی ۳ او شکیب الحسن ۲ وېکټې واخیستې.

د بنګله دیش وېکټ ساتونکی مشفیق الرحیم د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو. نوموړي یوازې پر ۵۶ توپونو ۷۱ منډې وکړې.

نوروز منګل او سمیع الله شینواري بیټنګ کې د ملګرتیا هڅه وکړه خو منډې خورا ورو شوې چې له کبله یې په راتلونکو توپوهونکو فشار زیات شو.
د عکس تشریح، نوروز منګل او سمیع الله شینواري بیټنګ کې د ملګرتیا هڅه وکړه خو منډې خورا ورو شوې چې له کبله یې په راتلونکو توپوهونکو فشار زیات شو.

تر دې مخکې د لوبې پچه بنګله دیش ګټلې وه او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه کړې وه.

په نننۍ لوبه کې افغانستان دولت ځدران او عثمان غني نه وو لوبولي.

د افغان لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان په دې اړه له بي بي سره په خبرو کې وویل که دولت ځدران له فزیکي پلوه لوبې ته چمتو و نو باید د افتاب عالم پر ځای دی لوبېدلی وای.

پیل کې افغان تېز بالرانو حمید حسن او شاهپور ځدران په زړه پورې بالنګ وکړ او تر ۱۵ اورونو یې سیاله لوبډله ۵۰ منډو جوړولو ته پرېنښوده.

بنګله دیش لومړۍ وېکټه پر ۴۷ او دوهمه پر ۵۲ منډو له لاسه ورکړه. دغه داوړه وېکټې میرویس اشرف واخیستې.

ورپسې دوه لوبغاړي سومیا سرکار او محمد الله د شاهپور ځدران په بالنګ وسوځېدل.

حمید حسن هم ۲ وېکټې واخیستې خو په لسو اورونو کې یې ۶۱ منډې ورکړې.

حمید حسن هم ۲ وېکټې واخیستې خو په لسو اورونو کې یې ۶۱ منډې ورکړې.
د عکس تشریح، حمید حسن هم ۲ وېکټې واخیستې خو په لسو اورونو کې یې ۶۱ منډې ورکړې.

په ۳۰م اوور کې بنګله دیش ۱۱۹ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دغه مهال د بنګله دیش کپتان مشفیق الرحیم او بل تکړه توپوهونکی شکیب الحسن بیټنګ ته راغلل او خپل لوبډله یې له ستونزو وژغورله.

شکیب پر ۵۱ توپونو ۶۳ او مشفیق پر ۵۶ توپونو ۷۱ منډې وکړې. دواړو په ملګرتیا کې ۱۱۴ منډې وکړې.

د شکیب او مشفیق د ملګرتیا په مټ بنګله دیش په ۵۰ اورونو کې ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

ښاغلي کبیر د بنګله دیش د منډو په اړه وویل: "افغان بالرانو پیل کې د بنګله دیش توپوهونکي تر ډېر فشار لاندې نیولي وو او که تر پایه یې ښه بالنګ کړی وای نو سیالې لوبډلې باید له ۲۳۰ ډېرې منډې نه وای کړی".

شنونکي په دې اند دي چې په نړیوالو لوبو کې د بنګله دیش شاوخوا ۱۶ کله تجربې ته په پام سره، د افغانستان نننۍ لوبه د ستایلو وړ ده.

د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې به سبا د زمبابوې او متحده عربي اماراتو تر منځ لوبه ترسره شي.

افغانستان په نړیوالو اتلولیو کې خپله دوهمه لوبه د فبرورۍ پر ۲۲مه (یکشنبه) د سریلنکا پر وړاندې کوي.