د اسرايلو لومړي وزير نتنیاهو څلورم ځلې ټاکنې وگټلې
د اسرايلو لومړي وزير نتنیاهو څلورم ځلې ټاکنې وگټلې
د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، ښي اړخي لېکود ګوند د پرون په ټاکنو کې په حېرانونکې ډول بريالى شوى.
د ټولو رایو له شمېرنې وروسته، پایلو لېکود ګوند تر مهم سیال، مرکزي کیڼ اړخي سیهونستي اتحادیې وړاندې بللی دی.
د سیالې ډلې مشر، اسحاق هرتزوگ ماتې منلې ده.
ښاغلی نتنیاهو به اوس د جوړ جاړي یو ګډ حکومت جوړوي.
خو دا برى ښايي په دې مانا وي چې له فلسطينيانو سره يې ترينگلتيا لا ژوره شي.