ننګرهار کې د ولسي جرګې پر غړي ځانمرګي برید۲ ماشومان وژلي

د جمعې پر ورځ (فبرورۍ ۲۷مه) په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازی فریدون مومند له یوه ځانمرګي بریده روغ وتلی.

راپورونه وايي، په برید کې ددوو ماشومانو په ګډون لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ښاغلي مومند دوه ساتونکي هم ټپیان شوي.

ننګرهار کې د بي بي سي خبریال ببرک میاخېل وايي، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

برید د ننګرهار ولایت د بهسودو او کامې ولسوالیو پر پوله رامنځ ته شوی دی.

څو ورځې وړاندې په ورته برید کې، د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا غړې انګېزه شینوارې ټپي شوې وه چې وروسته بیا په روغتون کې ومړه.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې پر ښاغلي مومند باندې د برید مسولیت نه دی منلی.

خو په دغه ولایت کې تر ډېره د طالبانو ډله فعالیت لري او تر اوسه یې د ګڼو ورته بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.