پښتونخوا کالم – ګوادر، کاشغر پښتونخوا
- نورالبشر نوید
- د پېښور ځايي لیکوال او خبریال
د کالاباغ ډېم نه پس پنجاب په پښتونخوا باندې يو بل يرغل وکړو، د ګوادر کاشغر لاره ځانته تاوول غواړي.
د چین له خوا د اربونو ډالرو دا منصوبه چې ۲۰۳۰ کال پورې دوام لري، کاشغر به له ګوادر سره جوښتوي او دا لارې به تر منځنۍ اسیا پورې غزېږي.
دا به د ټولو نه د کمې خرچې او د کمې فاصلې لاره وي چې د اربونو په شمیر خلک به ترې فایده پورته کوي. دغه شان به د تجارت او روزګار موقعې ډېرې شي خو بدبختانه د پنجاب د مفاداتو لپاره يو ځل بيا د پښتنو حق تروړلى کېږي.
دا وخت د ګوادر کاشغر د زړې منصوبې د لارې په پنجاب د تېرولو په منصوبه د پښتنو، سنديانو، او بلوڅانو قام پرستو عکس العمل ډېر په څرګنده مخې ته راغلى دى.
لکه څنګه چې د پنجاب د کالاباغ ډېم په موقف نورې صوبې خپه وې، دغه شان د کابالاغ ډېم نه پس د ګوادر کاشغر پښتونخوا لارې په پنجاب د راتاوولو په منصوبه احتجاج کوي.
په دغه لړ کې ای اين پي په اسلام اباد کې د ټولو قام پرستو ډلو يوه شريکه غونډه راوبلله او د نواز شريف د حکومت دا منصوبه یې وغندله!
نواز شريف د پنجاب لپاره دا منصوبه په داسې وخت وچېړله چې ټولو سياسي ډلو، قام پرستو، سيکولر او مذهبي قوتونو د عمران خان د احتجاجي ناستې پر ضد د حکومت ملاتړ وکړ، حکومت له یې خوله خوږه کړه.
خو وزير اعظم نواز شريف د دې په بدل خپلو سياسي محسنانو له خوله ترخه کړه او پنجاب یې يو ځل بيا د دريو صوبو په ضد اودرولو.
پنجاب همیشه د کالاباغ ډېم منصوبې ته سياسي مسله ویلې ده او دغه شان به د ګوادر معامله هم په سیاسي دوکان په سودا يادوي، خو نه کالاباغ او نه د ګوادر معامله سیاسي ده، بلکې دا د پاکستان په جغرافيه کې د دريو لويو قومونو پر ضد د يو پنجاب لپاره د نورو حقونه تروړل دي.
راځئ چې د ګوادر کاشغر د زړې او نوې لارې جاج واخلو!
پخوانۍ لاره
ګوادر ته له چين نه د اربونو ډالرو دا منصوبه د مانسهرې نه حسن ابدال، ډېره اسماعيل خان، ژوب او د بلوچستان د بلوڅو په علاقو تېرېږى.
نوې لاره
وزيراعظم نواز شريف چې کومه نوې لاره ورکوي هغې کې د پښتنو او بلوڅو علاقه نه راځي. لاهور، ملتان اېکسپرېس وې، کراچۍ پورې، د کراچۍ نه کوسټل های وې (لویه لار) په لاره ګوادر ته ځي.
په نوې لاره کې په سوونو کیلومتره فاصله نوره اوږدېږي او د پنجاب ذاتي غرضونه په کې په ډېرې بدنيتۍ ښکاري چې د پاکستان په جغرافيه کې د قومونو تر منځ کرکه او ذهني جنګ ته نوره هوا ورکوي.
د اولنۍ لارې فایدې
په را روانو وختونو کې به د دې منصوبې په زړو لارو منځنۍ اسیا (سنټرل ايشيا) پورې به په اسانه يو بل ته تګ راتګ وشي، لکه د مثال په توګه پیښور، لنډي کوتل، جلال اۤباد او کابل پورې دا لاره وغزېږي.
د بنو، ميرانشاه د ټل په لاره تر خوست افغانستان پورې به لارې پرانیستې شي.
د پاړه چنار نه لوګر، د محمد اۤغا ولسوالۍ په ذريعه به کابل پورې تګ لاره جوړه شي او کوټه چمن د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو علاقې به هم خپلې لنډې لارې ومومي.
دا ټولې لارې د افغانستان نه تر منځنۍ اسیا پورې لنډې او اسانې لارې دي، خو بدبختانه ځينې قوتونه نه لارې لنډوي نه بندې دروازې پرانیزي.
د نوې لارې زيان او تاوان
د ګوادر کاشغر زړې لارې نقصانات نشته او فایدې یې زياتې دي، نوې لاره ۶۵۳ کیلومتره اوږده ده. چې لاره اوږده شي نو د پیټرولو، د ورځو او د موسم د اثراتو تاوان د نظره غورځول په کار نه دي.
په نوې لاره باندې په ژمي کې غبار ډېر زيات وي، په اوړي کې دا لارې د مون سون د بارانونو او سیلابونو په وجه بندې وي.
د چين او پنجاب مفادات يو بل سره نږدې دي، پنجاب خو خپلې دښتې صحراګانې ابادوي، خپلو صنعتکارو ته د کارخانو پرانیستلو او د تجارت لارې جوړوي.
خو وفاق چې د ټولو صوبو نماینده دى، وزيراعظم چې د ټول پاکستان دعوه لري، ځان څنګه فقط د يو پنجاب په مفاداتو او غرضونو کې راټولوي.
چين چې د اربونو ډالرو منصوبه لري، خو په نوې لاره کې سنګيانګ صوبه هم ويني چې د شر خوښو باغيانو شورشونه او تحريکونه په کې موجود دي. د مشرقى ترکستان په نوم دغه تحريکونه د چين لپاره په حلوا کې د ازغي حیثيت لري.
د چين د سنګیانګ صوبې د مشرقي ترکستان تحريکونو ته د قبایلي سيمو نه باغيان، ترهګر وسله وال تربيه کېږي.
د چين خيال و چې دلته به صنعتي زون جوړ کړي. دا به تجارتي زون شي، د خلکو ژوند به ښه شي ځکه چې د سخت دریځۍ زيات نقصان چين ته هم دی.
موږ سره نږدې بريد پُوله لري خو زمونږ د پاک چين دوستۍ د جامو په لستوڼو کې هم ماران دي. مونږ يو بل له لارې نه ورکوو او د يو بل مخالفو، متحاربو قوتونو له محفوظې لارې ورکوو ځکه زموږ سرحدونه، پولې، بريدونه، هر حالت او هر وخت د جنګ حالت پیش کوى.
په داسې حالاتو کې چې د چين د اوږدې مودې دا منصوبه د پنجاب لپاره په دومره لرې راتاويږي او پنجاب د کالاباغ ډېم پشان د ذهني او سیاسي جنګ میدان جوړوي نو دا به د ټول پاکستان لپاره خطرناکه خبره وي.
که پنجاب خامخا زموږ لارې تښتوي نو بيا پښتانه مجبوره دي چې خپلې لارې ټينګې کړي.
که چرې پښتنو د تاريخ ورکې لارې ولټولې نو بيا به د پاکستان د جغرافيې شکل بدليږي.
که چين ته يوې صوبې سنګيانګ د شورش تحريکونه پیدا کړي نو پاکستان کې بلوڅ هم باغيان دي او اوس پښتانه هم د وفادارۍ دا شرطونه نور نه شي پوره کولی چې وړومبى یې ورله کورونه وران کړل اوس ترې لارې تښتوى!؟