چیک جمهوریت کې وسله وال سړي اته کسان په ډزو وژلي

باور دی چې دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.
د عکس تشریح،

باور دی چې دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

چارواکي وايي یوه وسله وال سړي د چیک جمهوریت په یوه هوټل کې پر خلکو ډزې کړې، اته کسان یې وژلي او بیا یې خپل ځان هم په ډزو وژلی دی.

ښاروال پټریک کنکر وویل دغه سړی د غرمې ډوډۍ مهال د ختیځ ښار یوهرسکي بروډ یوه هوټل ته ننوت او "په هر لور یې ډزې پیل کړې".

باور دی چې دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

په برید کې ګڼ کسان ټپیان هم شول او ویل کېږي چې د یوې ټپي ښځې حالت نازک دی.

د چیک جمهوریت لومړي وزیر بوهوسلف سوبتکا وویل چې دغه برید ورته ټکان ورکړی او د قربانیانو خپلوانو ته یې خپل تسلیت وړاندې کړ.

"یو بریدګر"

د کورنیو چارو وزیر مېلان چوانېک وویل دغه برید د "یوه لېوني کس" کار و.

ویل کېږي وسله وال سړی ځايي اوسېدونکی و او ۶۰ کاله عمر یې درلود.

په برید کې ګڼ کسان ټپیان هم شول او ویل کېږي چې د یوې ټپي ښځې حالت نازک دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

په برید کې ګڼ کسان ټپیان هم شول او ویل کېږي چې د یوې ټپي ښځې حالت نازک دی.

حکومتي تلویزون راپور ورکوي چې ده له برید مخکې د پرایما په نامه یوه تجارتي تلویزوني چینل ته زنګ وهلی و.

باور کېږي چې د برید پر مهال په هوټل کې شاوخوا ۲۰ کسان موجود و.

ښاغلي کنکر حکومتي تلویزون ته وویل: "موږ د ترهګرۍ ضد ګڼ تدبیرونه په پام کې نیولي دي خو موږ پوهېږو چې دغه پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري".

"دغې پېښې ما ته ټکان راکړی. ما هېڅ فکر نه و کړی چې دلته په دې هوټل کې به داسې یو څه پېښ شي".

په پراګ کې د بي بي سي خبریال راب کامیرون وايي د ډزو دغه ډول پېښې نادره دي خو د ځايي خلکو تر منځ د ښکار شوق ته په پام سره په لرې پرتو سیمو کې ډېری خلک وسلې ساتي.