طبیعت او ماشوم په پرمختللې نړۍ کې

  • ګلالۍ احد
  • کلفورنیا امریکا
د انسان فطرت طبعیت غواړي خو اوسنی ژوند موږ له طبعیته جلا کړي یو، په کور او دفتر ننوتي یو.
د عکس تشریح، د انسان فطرت طبعیت غواړي خو اوسنی ژوند موږ له طبعیته جلا کړي یو، په کور او دفتر ننوتي یو.

نهه کلن زوی مې کمپیوټري ګېم یا لوبو ته ناست و. زړه مې وشو و یې ګورم چې په ساعتونو ساعتونو په څه ډول لوبو بوخت وي؟ و مې پوښت چې په دې ګېم کې څه کوي، مطلب یې څه دی او هدف یې څه دی؟

ځواب یې راکړ هېڅ بس هسې په کې ګرځم څه چې مې زړه غواړي هغه په کې کوم. کله کور جوړوم، کله ښکار کوم او کله هسې ګرځم چې کوم خوندور شی په کې پيدا کړم.

زوی ته مې وویل نو د دې څه ګټه ده؟ هغه مې مخامخ سترګو ته وکتل ښه جدي یې راته وویل: تاسو چې ټوله ورځ کارونه کوئ د هغو فایده څه ده؟

غلې شوم، خبره یې هم ښه راباندې ولګېده او هم یې وځورولم. موږ په لوېدېځ کې ماشومان ګرم ګڼو چې شپه او ورځ تلویزیون ګوري او یا ګېمونه کوي له اصلي ژوند سره مینه نه لري او په یوې داسې دنیا کې اوسېږي چې افسانوي ده.

خو دوی ملامت هم نه دي، ملامت موږ او شرایط مو دي چې دوی مو ایسار ساتلي دي.

د انسان فطرت طبیعت غواړي خو اوسنی ژوند موږ له طبیعته جلا کړي یو، په کور او دفتر ننوتي یو.

زه چې وړه وم او امریکا ته راغلې وم نو هغه زمانه په دې خبرو نه پوهېدم. له خویندو وروڼو سره به مې ټوله ورځ لوبې کولې. د کمپيوټر ګېمونه مو نه لرل.

پلار به مو په حسرت راوکتل او ویل به یې ماشومتوب زموږ و چې په غرونو، ونو او کروندو به ګرځېدو ازاد به و تاسو خو بند یاست، زه یې په خبره نه پوهېدم او نه پرې قانع کېدم.

اوس چې خپل اولاد ګورم د پلار په هغه ارمان پوهېږم. موږ خو د کور مخته کرۍ ورځ لوبې کولی شوای خو اولادونه مو په یوازې سر همدا هم نه شي کولی ځکه چې شرایط بدل شوي، ژوند بدل شوی.

ماشوم سره باید مشر هم وي او مشران ورته وخت نه لري. دغه حالت یوازې ماشومانو او کورنیو ته یې تاوان نه رسوي بلکې ټولې ټولنې او راتلونکي ته یې لا تاوان رسیږي.

له کوره دباندې او له طبیعت سره نژدې د ماشومانو لوبې ډېرې ګټي لري. نوې څېړنې ښيي هغه ماشومان چې په ازاده فضا کې لوبې کوي په لوینې د مسایلو او ستونزو په حل کې ښه مهارت لري، دقت یې زیات وي او د ځان د دیسپلین واک هم پيدا کوي.

له کوره دباندې لوبې له ماشومانو سره دا مرسته هم کوي چې قهر او غصه یې کمه وي او خوښ واوسي.

په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا د طبي ټولنې له خوا خپرې کړې څېړنې په طبعي فضا کې د ماشومانو د لوبو په باب لیکلي:

"ماشومان ورسره هوښيارېږي، له نورو سره چلند او ګوزاره یې ښه کېږي، په سټه روغ او خوښ وي"

اوس چې مې دې خبرې ته پام شوی دی نو هڅه کوم چې ماشومان له کوره دباندې وباسم. د اوونۍ یوه ورځ له سهاره تر ماښامه غرونو ته ځو، په خامو لارو، ونو او کروندو سره پلي ګرځو، پر مځکه کښېنو او په ګډه ډوډۍ سره خورو.

هیله مې دا ده چې له بوخت ژونده ورته را ایستلی وخت به مې نه یوازې اوس د دوی روغتیا ته ګټه ورسوي بلکې له طبیعت سره به یې مینه هم پيدا شي.

که ماشومان له طبیعت سره مینه پيدا کړي دا هیله هم کولی شو چې په راتلونکې کې به دوی د هغه طبیعت د ساتلو هڅه کوي چې اوس يې پرمختللی بوخت ژوند په پوهېدلي یا ناپوهېدلي ډول خرابوي.