د ګودر غاړه کالم - په دا باغ کې بې ژړلو خندا نه شته

  • روشنا وردګ
  • نیویارک مېشته لیکواله
د وحشت او بربریت دغه خونړۍ بلا به تر کومه زموږ د مظلوم ولس پر ستوني منګولې خښې کړې وي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د وحشت او بربریت دغه خونړۍ بلا به تر کومه زموږ د مظلوم ولس پر ستوني منګولې خښې کړې وي.

د انسانیت دښمنانو یو ځل بیا زموږ همیشه بهار جلال آباد د بېوزلو افغانانو په وینو ولاړه. په رسنیو کې د پېښې خپاره شوي انځورونه د بنیادم زړه سوروي او سترګې یې د لیدلو توان نه لري.

خدایه! د وحشت او بربریت دغه خونړۍ بلا به تر کومه زموږ د مظلوم ولس پر ستوني منګولې خښې کړې وي او تر څو به مو پرخونو، کلیو او ښارونو دا اورونه بل وي.

نور خو مو د خویندو او میندو په سترګو کې اوښکې وچې شوې، دا ۳۰ – ۳۵ کاله کېږي چې کورونه ورانېږي، وینې بهېږي او جنازې پورته کېږي.

د درويش دراني خبره:

خاونده! که جنت نه وي سقر یې کړه نصیب تر څو په دې خلکو محشر هره ورځ راځي

پخوا خو زموږ په ټولنه کې د جنګ او دښمنۍ هم څه اصول او ضابطې وې، اوس خو دې ورانکارو داسې وحشت او ظلم شروع کړی چې زموږ خلک او هېواد یې په جهان کې وشرمول.

وړم کال چې د امریکا په کنکټیکټ کې اوسېدم، یو سهار د پاکستان یوه پنجابی له خپلې وړې لور سره راغله، راته کړل یې:

له نیویارک راغلې یم، غواړم ستا کور وګورم، خاوند مې زوی سره د باندې ولاړ دی، او موږ غواړو دلته دې بلاک کې د اوسېدو لپاره کور په کرایه کړو، ویل مې سمه ده، کور یې وکوت او یوه شېبه کښېناسته.

راته ویل يې، ډېره وارخطا یم، ځکه دلته نابلده یم او داسې پاکستانۍ کورنۍ هم نه شته، زړه مې نه دی چې راشو، خو د خاوند مې دنده دلته بدلېږي، ورته وایم نه راځم، خو دی تاسو یادوي چې دلته یوه افغانه کورنۍ ده، دې سره به ګپ شپ لګوې او افغاني اخلی پخلی به ترې زده کړې.

خو ماته یې چې افغانان یاد کړل نوره هم و وېرېدم، ځکه افغانستان کې هر وخت جنګونه وي، له افغانانو ډارېږم، اوس مې خاوند دلته په زور راولېږلم، خو تاسو ډېر ښه خلک ښکارئ.

ما ورته وویل: جنګ په افغانانو تپل شوی دی، هلته نورو بده ورځ جوړه کړې، پردی جنګ او پردی غوبل دی چې افغانان په کې لولپه شول.

دا ټولې د ګاونډیانو فتنې او د نورو دسیسې دي، افغانان خو ډېر مینه ناک، میلمه پال او خواریکښ خلک دي، افغانستان د پاچا په وخت کې ۴۰ – ۵۰ کاله تر ټولو خوندي او له امنه ډک هېواد و.

په تلو کې یی راته وویل، که راغلو نو افغاني پخلی به راته ښایې، زما د خاوند افغاني وریجې ډېرې خوښېږی. څو ورځې وروسته یې کډه راوړه، بیا به کله دا راغله او کله به زه ورغلم، درنه او لوستې کورنۍ وه، څو ورځې وروسته یې مور، پلار او خویندې هم له نیویارکه راغلل.

یوه ورځ مې ورته قابلي پلو وریجې ورپخې کړې، چې بیا به یې هر وخت یادولې او د پخولو چارې یې هم زده کړې. موږ چې سره بلد شو نو څه موده پس زموږ کډه نیویارک ته راتله، دې په ژړا وویل چې زه ستاسو په سر دلته راغلم او تاسو ځئ.

دوی ۱۲ کاله مخکې له پنجابه راغلي وو، د پلار یې دلته خپل کور و او دا یې خاله زوی ته ور واده کړې وه، یوه ورځ په خبرو خبرو کې ما ورته کړل چې یو ځل هند ته تللې وم، ځینې تصویرونه یې ولیدل چې په اګره کې مې اخیستي وو، ویل یې:

دا څنګه کېدای شي چې هند ته تللې یې خو پنجاب او لاهور ته نه. پسې زیاته یې کړه، هند زما هم خوښېږي، چې چکر ولګوم، خو موږ ته په پاکستان کې د هند ویزه په سختۍ راکول کېږي.

ما ورته وویل، لاهور مې نه دی لیدلی، خو موږ ډېر وخت پېښور کې تېر کړی، دې راته ویل، پېښور خو نه یادوم، هغه خو ستاسو دی، ویل یې، پېښور مې بېخي لیدلی نه دی. ما ورته وویل، ولې پیښور ته نه یې تللې؟

ویل یې، هلته موږ د پښتنو نه ډارېږو، موږ نه شو کولی پېښور ته لاړ شو، که لاړ شو نو پېښوریان به مو په کاڼو وولي او ځوروي به مو.

زه ورته حیرانه شوم. د یوه هېواد، خلکو او قوم په اړه منفي ذهنیت جوړول د هېوادونو، قومونو یا خلکو تر منځ ناسم پوهاوی رامنځته کوي چې ځینې وخت ان کرکه، نفرت او ډار منځ ته راوړي.

ښه او بد هر ځای او هر هېواد کې شته، خو څنګه په ځینو خلکو او ځایونو پسې داسې ډنډورې خپرې شي.

د تېرو دریو لسیزو وژنو، جنګونو او ظلمونو زموږ هیواد او خلک هم په ګرده نړۍ کې بدنامه کړل، په داسې حال کې چې تر ډېره دا ټولې ناخوالې او اړودوړ پر موږ تپل شوی، او د پولې د دواړو غاړو عام ولس یې قرباني دی.

دا ټول د بد امنۍ، جنګونو او وژنو سبب دی چې موږ بدناموي، که دا لعنتي جګړې نه وای، زموږ هېواد او خلکو ته به اوس چا په داسې سترګه نه کتل، همدا د خونړیو جګړو اورونه دي چې لر او بر یې وسوځول، او موږ د نړی خلکو ته د دې جګړو له امله وحشیان یا داړونکي معرفي شوي یو.

که موږ هوښیار وای نو د دښمنانو په وینا به مو یو بل نه وژل او نه ځورول، او خپل دا ګلالی هېواد به مو نه وراناوه.

نور دې الله تعالی د جنګ جګړې دا کرغېړن ټغر ورټول کړي.

سيف الرحمن سليم وایي:

پښتانه د پښتونخوا درانه ښــــــــــاغلي

د مغلو ســـــــــــــيلاب يوړل لكه خلي

زمــــــــــانه راپسې توره په لاس ګرځي

لكه ما يې چې وي پلار نيـــــــكه وژلي

دې نه زياته خاموشي بــه نوره څه وي؟

چــــــې موجونه هم روان دي غلي غلي

چې په كومه لاره ځم خلك مـــې وژنـــي

لوى واړه يې دي د كلي لمســـــــــــولي