شمالي وزیرستان کې د ۲۲ اورپکو د وژل کېدو ادعا
د پاکستان پوځ په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د هوايي بریدونو په مټ د ۲۲ "اورپکو" د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي دغه هوايي بریدونه د دته خیلو په سیمه کې شوي دي.
تر دې وړاندې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او اورپکو تر منځ نښتو کې ۸ اورپکي وژل شوي او د ۷ چارواکو په ګډون ۱۹ کسان ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د شپې مهال د شمالي او جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
پوځ وايي د شمالي وزیرستان پر دته خيلو سیمې هوايي بریدونو کې د اورپکو مرکزونه په نښه شوي وو او په دغو عملیاتو کې ۲۲ اورپکي وژل شوي دي.
سرچینو بي بي سي ته ویلي ناپېژندل شویو کسانو د مکین په پش زیارت سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې له ۴۰ تر ۴۵ د توغندیو ګوزارونه او ډزې وکړې. په دغه برید کې اووه چارواکي ټپیان شول.
د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې اته اورپکي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله سیمه کې د اورپکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو پایله کې د اورپکو یو مهم قومندان وژل شوی او نهه اورپکي نیول شوي وو.
دغه اورپکي له حقاني شبکې سره تړاو لري او د وژل شوي قومندان نوم فاروق ځدران ښودل شوی دی.
شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات د تېر کال جون کې پیل شول. د امنیتي ځواکونو په وینا څه دپاسه ۱۲۰۰ اورپکي وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له کبله لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي وو چې اوس په بېلا بېلو سیمو کې مېشت شوي دي.
د پوځ ویاند وايي شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو له امله ۸۰ سلنه سیمه له اورپکو پاکه کړای شوې ده.