هند د روهیت د سلیزې په مټ د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت

روهیت شانداره او له مسولیته ډکه سلیزه ووهله او پر ۱۲۶ توپونو یې ۱۳۷ منډې وکړې.
د عکس تشریح، روهیت شانداره او له مسولیته ډکه سلیزه ووهله او پر ۱۲۶ توپونو یې ۱۳۷ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال دوهمه منځلوبه کې هند د بنګله دیش لوبډلې ته په اسانۍ پر ۱۰۹ منډو ماته ورکړه او د اتلولیو نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د بنګله دیش ټوله لوبډله د هند د ۳۰۳ منډو هدف په تعقیب کې په ۴۵ اورونو کې پر ۱۹۳ منډو وسوځېده.

د نننۍ لوبې پچه د هند لوبډلمشر مهیندرا سنګ دوني وګټله او لومړی یې بیټنګ ته پر مناسب پیچ د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د دوی د سر لوبغاړو روهیت شرما او شېکر داون لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او په ۱۷ اورونو کې یې ۷۵ منډې جوړې کړې.

شېکر داون په ۳۰ منډو وسوځېد. ورپسې دوه لوبغاړي وېرات کوهلي او اجنکې رهانې هم ژر ژر وسوځېدل.

خو له روهیت سره په بیټنګ کې د ملګرتیا لپاره سورېش رېنا ټینګ شو. نوموړي چټکې ۶۵ منډې وکړې.

دواړو په ګډه د هند منډې په ۴۴ اورونو کې ۲۳۷ ته ورسولې.

روهیت شانداره او له مسولیته ډکه سلیزه ووهله او پر ۱۲۶ توپونو یې ۱۳۷ منډې وکړې.

په بالنګ کې د هند له لورې اومیش یادف څلور وېکټې واخیستې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په بالنګ کې د هند له لورې اومیش یادف څلور وېکټې واخیستې.

د بنګله دیش له لورې تسکین احمد ۳ وېکټې واخیستې خو په ۱۰ اورونو کې یې خورا ډېرې ۶۹ منډې ورکړې.

د ۳۰۳ منډو ستر هدف په تعقیب کې بنګله دیش له پیله له ستونزو سره مخامخ شو.

دوی پر ۳۳ منډو دوه او پر ۱۰۴ منډو پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د هند تېز بالران یو ځل بیا ښه وځلېدل، اومیش یادف څلور، محمد شمي دوه او موهیت شرما یوه وېکټه واخیسته.

د بنګله دیش له خوا توپوهنه کې ان یوه پنځوسیزه هم و نه شوه او تر ټولو ډېرې په کې د ناصر حسین ۳۵ منډې وې.

دغه راز د بنګله دیش ټوله لوبډله یوازې پر ۱۹۳ منډو وسوځېده او هند دغه منځلوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر وګټله.

هند خپله نیمه پایلوبه د مارچ پر ۲۶م د استرالیا او پاکستان تر منځ د منځلوبې د ګټونکې لوبډلې سره د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې ترسره کوي.

دریمه منځلوبه: استرالیا او پاکستان، د مارچ پر ۲۰مه د استرالیا په اډلېډ لوبغالي کې.

څلورمه منځلوبه: نیوزیلنډ او ویسټ انډیز، د مارچ ۲۱مه د نیوزیلنډ په ویلنګټن لوبغالي کې.