د جنرال حميد ګل مړينې ته د افغانانو غبرګون

  • فواد مسيحا
  • بي بي سي
حميد ګل په ۲۰۱۰ کال کې بي بي سي فارسي تلويزيون سره مرکه کې طالبان د افغانانو د مقاومت ملي سمبول بللي و

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح،

حميد ګل په ۲۰۱۰ کال کې بي بي سي فارسي تلويزيون سره مرکه کې طالبان د افغانانو د مقاومت ملي سمبول بللي و

د پاکستان وتلی پوځي افسر او د دغه هېواد د څارګرې ادارې آی ايس آی پخوانی مشر جنرال حميد ګل د اګست پر ۱۵مه د پلازمېنې اسلام اباد سويل کې ومړ.

د دغه ۷۹ کلن پاکستاني جنرال مړينې ته د افغانستان په ټولنيزو شبکو او دغه راز رسنيو کې په پراخه کچه غبرګون ښوول شوی دی.

د خواله رسنيو يو شمېر کاروونکو د ده پر مړينه خوښي ښوولې او آن يو بل ته يې مبارکۍ ورکړې دي.

ځينو ليکي هيله مند دي چې د جنرال حميد ګل مړينه د افغانستان د څو لسيزو جګړو د پای ته رسېدو پيلامه وي.

د حميد ګل مړينې ته غبرګون يوازې د ټولنيزو شبکو د عادي کارکوونکو تر بريده نه دی پاتې، بلکې يو شمېر پېژندل شويو سياسي څېرو او خبريالانو يې هم په اړه غبرګون ښوولی.

دا چې څه لامل شو افغانان د دغه تقاعد شوي پاکستاني جنرال چې يو مهال امريکا هڅه کوله نوم يې د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې راولي، دا ډول غبرګون وښيي.

د طالبانو او محاهدينو معنوي پلار

حميد ګل په ۲۰۱۰ کال کې د بي بي سي فارسي تلويزيون سره مرکه کې طالبان د افغانانو د مقاومت ملي سمبول بللي و، چې په خبره يې حکمتيار او نور ډېر مجاهدين يې په خوا کې جنګېږي.

ده ويلي و مخکنی ولسمشر حامد کرزی د پرديو په زور واک ته رسېدلی او طالبان به هيڅکله د ده له حکومت سره خبرو ته کېنني.

د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي پر خپله فيسبوک پاڼه د حميد ګل مړينه د افغانانو لپاره ښه خبر بللی، ليکلي يې دي چې د طالبانو او نورو ترهګريزو ډلو په جوړولو کې ''مهم رول'' لوبولی دی.

ويل کېږي جنرال حميد ګل د ۸۰يمې لسيزې په وروستيو کلونو کې چې د پاکستان د څارګرې ادارې آی ايس آی مشر و د مجاهدينو د ځينو ډلو د تجهيزولو په برخه کې چې له پخواني شوروي سره په جګړه کې بوخت و، رغنده رول لوبولی دی.

ښايي همدا لامل وي چې د ټولنيزو شبکو کاروونکو دی ''د طالبانو پلار'' او د ''مجاهدينو معنوي پلار'' نومولی او د ده عکسونه يې د مجاهدينو له يو شمېر وتلو څېرو سره يو ځای خپاره کړې دي.

قهر او کرکه

د پژواک خبري اژانس دا عکس د افغانستان د پکتيکا ولايت خپور کړی ليکلي يې دي چې خلکو د جنرال حميد ګل پر مړينه جشن کوي

د عکس سرچینه، d

د عکس تشریح،

د پژواک خبري اژانس دا عکس د افغانستان د پکتيکا ولايت خپور کړی ليکلي يې دي چې خلکو د جنرال حميد ګل پر مړينه جشن کوي

په کابل کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته افغان امنيتي چارواکو وويل چې تر شا يې د پاکستان د ځينو پوځي کړيو لاس دی او دې د افغانانو په مينځ کې د پاکستان ضد غبرګونونه راوپارول.

په دغو بريدونو کې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل شول.

په افغانستان کې د يو شمېر عامو افغانانو له لوري پر پاکستاني توکو تحريم چې مخالفين يې هم لرل د ټولنیزو شبکو کاروونکي يې په اړه ډېر بحثونه کوي.

خو د دوی ترمنځ يو شمېر افغانان له نورو جلا دريځ لري.

د افغانستان د څارګرې ادارې مخکنی مشر امرالله صالح وايي د افغانستان په اړه د پاکستان سياسيت په اشخاصو پورې تړلی نه دی، بلکې دا يوه پوځي، ټولنيزه، اداري او سياسي ټولګه ده چې د پاکستان سياست پر مخ وړي.

ښاغلي صالح يې پايله دا وېستلې چې د حميد ګل په څېر کسانو مړينه د دوی ترمنځ ارزښت نه لري.

افغان شاعر او ليکوال پرتو نادري ليکلي دي: ''د حميد ګل د مړينې په اړه عجيبه غوغا ده. د هغه کس چې ويلي يې و کابل بايد وسوځېږي. هغه کابل وسوځاوه، بلکې زموږ پخپلو لاسونو. هغه موږ ته بمونه راکړل او دا موږ و چې بمونه مو راوړل او په خپله خاوره کې مو والوځول.''

په افغانستان کې د طالبانو ژمنيو عملياتو له پيل سره هممهاله د حميد ګل له قوله ويل شوي و چې دغې ډلې سره تړلو کسانو ته په خبرو کې يې ويلي و: ''داسې کار وکړئ چې د کابل واورې ويلي شي.''

حميد ګل له اسلامپالو ډلو سره نژدې اړيکي لرلې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح،

حميد ګل له اسلامپالو ډلو سره نژدې اړيکي لرلې

ده وروسته ويلي و، چې داسې څه يې نه دي ويلي، افغانانو سره مينه لري او داسې هيڅ دليل نه لري چې وغواړي کابل د اور په لمبو کې وسوځي.

پر همدې مهال د هغو کسانو شمېر هم کم نه دی چې د امريکا او هند پر ضد د حميد ګل د اسلامي نظرياتو ملاتړ و نه کړي.

په پاکستان کې ډېری کسان دی هېوادپالی او واقعي مسلمان بولي.

په خواله رسنيو کې افغانانو هم د حميد ګل دې اړخ ته کتنه کړې ده.

يوه کاروونکي ليکلي: ''دی د خپل هېواد لپاره يو صادق سړی و. له ده بايد زده کړو پرته له دې څه ډول حکومت راځي له خپل هېواد سره صادق واوسو.''

داسې برېښي چې ښايي په ټولنیزو شبکو کې د حميد ګل د مړينې په اړه بحثونه تر راتلونکو ورځو هم همداسې ګرم وي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي ''دغه تقاعد شوی جنرال تر پرونه هم د هغو وحشتونو تر شا و، چې طالبانو رامنځته کړي و.''

او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مخکني مرستیال ارشاد احمدي ليکلي، چې ''بلاخره حقيقي ملا عمر ومړ.''