طالبانو د آی ایس آی د ملاتړ په تړاو د مشرف څرګندونې غندلي

ښاغل‍ي مشرف له بریتانیایۍ ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي وو پاکستان  له ۲۰۰۲ کال راهیسې  له دې کبله د طالبانو  سره همکارې کړې وه،‌ چې د حامد کرزي حکومت کمزورې کړي.
د عکس تشریح،

ښاغل‍ي مشرف له بریتانیایۍ ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي وو پاکستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې له دې کبله د طالبانو سره همکارې کړې وه،‌ چې د حامد کرزي حکومت کمزورې کړي.

طالبانو د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف هغه څرګندونې په کلکه غندلی چې ګنی د هېواد استخباراتی اداره (آی ایس آی) یې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي حکومت د کمزورې کولو لپاره د طالبانو ملاتړ او روزنه کړې وه.

ښاغل‍ي مشرف له بریتانیایۍ ګارډین ورځپانې سره په مرکه کې ویلي وو پاکستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې له دې کبله د طالبانو سره همکارې کړې وه،‌ چې د حامد کرزي حکومت کمزورې کړي.

ځکه چې په حکومت کی د نوموړي په وینا د پښتنو استازیتوب لږ و او دا چې هغه د پاکستان سیال هند ملاتړی و.

طالبانو د پرویزمشرف بیان رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:

"موږ د مشرف بیان او بې مسولیته خبرې ردوو، مشرف هڅه کوي چې په داسې خبرو سره ځان بیا مطرح کړي".

ښاغل‍ي مشرف له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۸ کال پورې د پاکستان د پوځ مشر او ولسمشر پاتې شوی او‌ اوس د اساسې قانون د سرغړواي په تور د خیانت محاکمی سره مخامخ دی.

د کرزي حکومت تل پاکستانۍ ادارې د طالبانو په ملاتړ تورنې کړې وې چې له کبله یې د حکومت پر مهال یې پاکستان سره اړیکی ډیرې خرابی وې.

جنرال مشرف پخپله مرکه کې وايي:

"اوس هغه وخت راغلی چې له نوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي؛ ځکه چې د ده په اند ښاغلی غني ''په سیمه کې د سولې وروستۍ هیله ده".

خو د طالبانو ویاند ویل چې پرویز مشرف د کابل ادارې ته د امریکایانو په غوښتنه لالچ ورکړی دی.

هغه وایي "زموږ جهاد او مبارزه په معاصره نړۍ کې یوازینۍ هغه مبارزه ده چې بی له کوم بهرني پټ یا ښکاره ملاتړ څخه روانه ده او موږ په دې جهاد کې د هېچا د احسان پور وړي نه یو".