پاکستان کې له شپږو کلونو ځنډ وروسته نړیوالې کرېکټ لوبې

پاکستان کې له شپږو کلونو ځنډ وروسته نړیوالې کرېکټ لوبې

د جمعې په ورځ وروسته له شپږو کلونو د پاکستان په خاوره نړيوالې کرېکټ لوبې کيږي.

په ٢٠٠٩ کال کې د سرېلنکا په ملي لوبډله له بريد وروسته پاکستان ته کومه بهرنۍ لوبډله نه ده ورغلې.

يوازې د افغانستان الف لوبډله دوه ځلې ورغله خو نورو د نا امنۍ له وېرې دا سفر نه دى کړى.

اوس زمبابوې په پاکستان کې لوبو ته زړه ښه کړى چې سخت امنيت ورته نيول شوى دی.