استرالیا پاکستان ته ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده

شېن واټسن ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریالۍ کړه.
د عکس تشریح،

شېن واټسن ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریالۍ کړه.

د ۲۰۱۵ کرېکټ نړیوال جام په دریمه منځلوبه کې استرالیا پاکستان ته پر ۶ وېکټو ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

استرالیا د پاکستان د ۲۱۴ منډو هدف په ۳۴م اوور کې پر څلورو وېکټو پوره کړ.

په نیمه پایلوبه کې به استرالیا د هند لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي.

د استرالیا توپ وهونکو د هدف په تعقیب کې د پاکستان د تېز بالر وهاب ریاض د خورا ننګونکي او تېزې توپ اچونې پر وړاندې مقاومت وکړ.

یو مهال چې ریاض دوه پرله پسې وېکټې واخیستې او استرالیا پر ۵۹ منډو ۳ وېکټې له لاسه ورکړې نو داسې ښکارېده چې ښايي پاکستان چانس ولري.

خو د دوی د منځ توپ وهونکي سټیف سمیت په ډاډ لوبه وکړه او ۶۵ منډې یې جوړې کړې.

د سمیت تر څنګ شېن واټسن ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریالۍ کړه.

تر دې وړاندې د استرالیا تېز بالر جاش هېزلوډ د ۳۵ منډو په بدل کې ۴ وېکټې واخیستې او پاکستان چې یو مهال یې پر ۹۷ منډو ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړي، ټول په ۲۱۳ منډو وسوځېدل.

د استرالیا توپ وهونکو د هدف په تعقیب کې د پاکستان د تېز بالر وهاب ریاض د خورا ننګونکي او تېزې توپ اچونې پر وړاندې مقاومت وکړ.
د عکس تشریح،

د استرالیا توپ وهونکو د هدف په تعقیب کې د پاکستان د تېز بالر وهاب ریاض د خورا ننګونکي او تېزې توپ اچونې پر وړاندې مقاومت وکړ.

استرالیا نیمه پایلوبه د مارچ پر ۲۶مه د سډني په لوبغالي کې د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

پاکستان پر لوبه کنترول هغه مهال له لاسه ورکړ چې د ریاض پر بالنګ راحت علي د واټسن کېچ وغورځاوه.

ځکه له دغه چانس وروسته واټسن تر پایه و نه سوځېد او لوبه د استرالیا په ګټه تمامه شوه.

وروسته بیا توپ نیونه کې پاکستان د ګلېن مکسویل کېچ هم د ریاض پر بالنګ و نه شو نیولی.

په بیټنګ کې د پاکستان د سر لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل خو د دریمې وېکټې لپاره د دوی کپتان مصباح الحق او حارث سهیل په ملګرتیا کې ۷۳ منډې جوړې کړې.

خو د مصباح او سهیل له سوځېدو وروسته د پاکستان پاتې توپ وهونکو د استرالیا د تېزو بالرانو پر وړاندې مقاومت و نه شو کړای.

د پاکستان له خوا ټاکل شوی هدف ننګونکی نه و، که څه هم ریاض ښه بالنګ وکړ خو استرالیا پای کې لوبه په اسانۍ وګټله.

د نړیوال جام وروستۍ منځلوبه د مارچ پر ۲۱مه د نیوزیلنډ او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ د نیوزیلنډ په ویلنګټن لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دغې سیالۍ ګټونکې لوبډله به په نیمه پایلوبه کې له سوېلي افریقا سره مخامخېږي.