د کډوالو پر ډوبېدا د اروپايي وزیرانو غونډه

د کډوالو پر ډوبېدا د اروپايي وزیرانو غونډه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لکسمبرګ کې غونډه لري چې د هغو کډوالو پر مړینه وغږېږي چې له افریقا د مدیترانې لارې اروپا ته تلل.

دا خبرې له هغه وروسته کېږي چې دا تېره اوونۍ پای ۷۰۰ کډوال له لیبیا اروپا ته راتلل او په سمندر کې یې کښتۍ ډوبه شوه چې سلګونه کسان یې ووژل.

نن هم یوه بله کښتۍ چې لسګونه نور کډوال پکې سپاره و د یونان په روډېس ټاپو کې ونښته او درې سپرلۍ یې ژوند له لاسه ورکړ.