کابل د "ټاپي" غازو نل لیکې د غړو هېوادونو د ناستې کوربه دی

د فرانسې د تېلو "ټوټال" شرکت د شرکتونو د هغه کنسرسیوم مشري پرغاړه لري، چې د ټاپي پروژه کې یې پانګونې ته چمتووالی نیولی.
د عکس تشریح، د فرانسې د تېلو "ټوټال" شرکت د شرکتونو د هغه کنسرسیوم مشري پرغاړه لري، چې د ټاپي پروژه کې یې پانګونې ته چمتووالی نیولی.

د افغانستان پلازمېنه کابل د "ټاپي" غازو نل لیکې د پروژې د مشرتابه د یوویشتمې ناستې کوربه دی.

د څلورو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند) د کانونو، غازو او تېلو وزیران په دې ناسته کې داوطلب شرکتونو ته د دې پروژې د قرارداد ورکولو په اړه خبرې کوي.

د فرانسې د تېلو "ټوټال" شرکت د شرکتونو د هغه کنسرسیوم مشري پرغاړه لري، چې د ټاپي پروژه کې یې پانګونې ته چمتووالی نیولی.

په کابل کې زموږ همکار هدایت الله همیم د دغې پروژې تېر ته کتنه کړې ده.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د غازو نل لیکه (ټاپي)

  • مارچ ۱۵، ۱۹۹۵: د غازو پروژې د لېږد تفاهم لیک د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو.
  • اکتوبر ۲۱، ۱۹۹۵: یوه عربي او بل امریکايي شرکت د ترکمنستان له ولسمشر سره د دغې پروژې هوکړه لاسلیک کړه.
  • اګست، ۱۹۹۶: د یوه امریکايي شرکت په مشرۍ د امریکايي او ارجنټایني شرکت په ګډون د غازو د دغې نل لیکې جوړېدو لپاره د مرکزي آسیا غازو نل لیکې کنسرسیوم جوړ شو.
  • اکتوبر ۲۶، ۱۹۹۷: د ترکمنستان عشق آباد کې د مرکزي آسیا د غازو نل لیکې او د تېلو له ځینو نړیوالو شرکتونو او د ترکمنستان ترمنځ رسمي قراردادونه لاسلیک شول.
  • <image id="d5e347"/> په ۱۹۹۸ کال کې: طالبانو له افغانستان نه د غازو د دغې نل لیکې د تېرېدو اجازه ورکړه، او هوکړه وشوه چې د لېږد چارې به یې یو ارجنټایني شرکت مخته وړي.
  • د ۱۹۹۸ جولای کې: یوه روسي شرکت په دې پروژه کې لس سلنه برخه واخیسته.
  • اګست ۷، ۱۹۹۸: په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وشول چې طراح یې اسامه بن لادن وګڼل شو، دا چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر وویل، له اسامه سره د طالبانو ملاتړ دی، ددغې نل لیکې په تړاو ټولې خبرې په ټپه ودرېدې او امریکايي شرکت له دې پروژې ګوښې ته شو او افغانستان او پاکستان کې یې خپل دفترونه وتړل.
  • دسمبر ۲۷، ۲۰۰۲: د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته هم د ټاپي پروژې پیلولو په اړه خبرې ودرېدې. د ۲۰۰۲ دسمبر پر ۲۷مه، د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان مشرانو ددغې نل لیکې پر سر د بېرته کار پیلولو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړه.
  • په ۲۰۰۵ کال: د آسیا پراختیايي بانک، د ټاپي پروژې د کار لپاره د یوه بریتانوي شرکت طرحه تایید کړه.
  • د اپریل ۲۴، ۲۰۰۸: افغانستان، پاکستان او هند له ترکمنستان نه د تېلو د رانیولو د هوکړې پربنسټ یوه هوکړه لاسلیک کړه.
  • دسمبر ۱۱، ۲۰۱۰: په عشق آباد کې د دغې نل لیکې پر سر د حکومتونو ترمنځ بله هوکړه لاسلیک شوه.
  • د ۲۰۱۲ اپریل کې: افغانستان او هند د افغانستان له لارې د تېرېدونکي غاز د مالیې په اړه موافقې ته ونه رسېدل. هند او پاکستان هم د پاکستان له لارې د دغې نل لیکې د یوې برخې د تېرېدو له اړخه د یوې برخې مالیې پر سر هوکړې ته ونه رسېدل.
  • مې، ۲۰۱۲: د افغانستان پارلمان د ټاپي غاز نل لیکې د هوکړې متن تصویب کړ او یوه ورځ وروسته د هند کابینې ددغه هېواد د دولتي غاز شرکت ته اجازه ورکړه چې د ترکمنستان د غازو له دولتي شرکت سره د پېر او پلور هوکړه لاسلیک کړي.