افغان پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر سره کتلي
افغان پلاوي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره کتلي.
د افغان حکومت یو جګپوړی پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی دی.
په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت مشر هم دي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي دواړو غاړو په "دوه اړخيزه اړيکو او د ګډې علاقه مندۍ پر چارو خبرې وکړي ".
افغان پلاوي د پاکستان د ملي امنيت سلا کار سرتاج عزيز په مشرۍ له پاکستاني لوري سره پر هغو مسالو رسمي خبري هم کړي چې د افغان لوري لپاره مهمې وې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل: ''دا سفر په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر سره د ولسمشر غني له تیلېفوني خبرو وروسته شوی دی.''
ښاغلي مستغني وویل، نواز شریف په تیلېفوني خبرو کې له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې، چې پاکستاني چارواکي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه عملي تګلاره چمتو کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغان پلاوي د سفر اصلي موخه دا ده، چې پاکستاني چارواکو ته د افغان حکومت او افغانانو ډاګیزه پیغام ورسوي.
د کابل په وروستیو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، چې تر ډېره یې افغان حکومت د پړې ګوته پاکستان کې مېشتو اورپکو ته ونیوه.
د تېرې دوشنبې په ورځ (زمری ۱۹) افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې خبریالانو ته وویل، اورپکي پاکستان کې پټنځایونه او د بمونو جوړولو روزنځایونه لري، چې په وینا یې له هماغه ځایه افغانستان ته برید کوونکي راستوي.
ولسمشر غني وویل، ښکاري چې لاهم پاکستان افغانستان ته د جګړې پیغامونه استوي.
د ښاغلي غني له خبرو وروسته د افغانستان څارګرې ادارې کابل کې د وروستیو بریدونو د پړې ګوتهد پاکستان پوځي کړیو ته ونیوه، چې په وینا یې دغه کړۍ د طالبانو ملا تړي.
پاکستاني چارواکو د ښاغلي غني د څرګندونو په غبرګون کې وویل، د افغان حکومت ستونزې درک کولی شي، خو دواړه هېوادونه د ترهګرۍ قرباني شوي دي.