د ساینس پوهانو له خوا د فزیکي درد ختمولو هڅې

د ساینس پوهانو له خوا د فزیکي درد ختمولو هڅې

دوامداره درد په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک اغېزمنوي خو اوس ساینس پوهان وايي پوهېدو ته یې یو څه ور نژدې شوي دي.

دوی اوس هغه کسان مطالعه کوي چې هېڅ درد نه احساسوي.

د بریتانیا په کېمبرېج پوهنتون کې څېړونکو داسې یو عیب لرونکی جین موندلی دی چې په ځینو خلکو کې درد بیخي له منځه وړي.

اوس هیله دا ده چې دا موندنه به د نویو درملو په جوړولو کې مرسته وکړي.