د کابل په زړه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو نړۍ

د کابل ښار یوه پله، پل سوخته لاندې په نشه يي توکو روږدو کسانو هټۍ پرانیستې، چې ګاونډیانو ته د روژې په میاشت کې هم چای، خواړه او خواږه پلوري.

د کابل ښار یوه پله، پل سوخته لاندې په نشه يي توکو روږدو کسانو هټۍ پرانیستې، چې ګاونډیانو ته د روژې په میاشت کې هم چای، خواړه او خواږه پلوري.
د عکس تشریح، د کابل ښار یوه پله، پل سوخته لاندې په نشه يي توکو روږدو کسانو هټۍ پرانیستې، چې ګاونډیانو ته د روژې په میاشت کې هم چای، خواړه او خواږه پلوري.
کوم ځای کې چې دا خلک اوسېږي، ګرد چاپېر یې  چټلي پرته وي. دلته د ښار د چټلو اوبو یوه لویه ویاله هم بهېږي د بد بوي له کبله دلته ډېر وخت ایسارېدل ګران دي.
د عکس تشریح، کوم ځای کې چې دا خلک اوسېږي، ګرد چاپېر یې چټلي پرته وي. دلته د ښار د چټلو اوبو یوه لویه ویاله هم بهېږي د بد بوي له کبله دلته ډېر وخت ایسارېدل ګران دي.
دا چې ټولنې او حکومت روږدو کسانو ته شا کړې، هغوی تر پله لاندې خپله یوه نړۍ جوړه کړې ده.
د عکس تشریح، دا چې ټولنې او حکومت روږدو کسانو ته شا کړې، هغوی تر پله لاندې خپله یوه نړۍ جوړه کړې ده.
خو دا د دوزخ د یوې ټوټې په شان ده چې روږدي کسان په کې د خپل ژوند لنډ سفر په چټلۍ او درودونو کې تېروي.
د عکس تشریح، خو دا د دوزخ د یوې ټوټې په شان ده چې روږدي کسان په کې د خپل ژوند لنډ سفر په چټلۍ او درودونو کې تېروي.
د پله لاندې ګڼه ګوڼه کې ځینو خپله کوچنۍ جونګړه درولې.  دا د انفرادي ژوند د لرلو وروستۍ هڅه ده.
د عکس تشریح، د پله لاندې ګڼه ګوڼه کې ځینو خپله کوچنۍ جونګړه درولې. دا د انفرادي ژوند د لرلو وروستۍ هڅه ده.
د کابل په ځانګړو سیمو کي په نشه یي توکو روږدي کسان راټولېږي او د سیمې د اوسېدونکو ژوند ستونزمنوي.
د عکس تشریح، د کابل په ځانګړو سیمو کي په نشه یي توکو روږدي کسان راټولېږي او د سیمې د اوسېدونکو ژوند ستونزمنوي.
په سلګونه کسان په یوه کوچني ځای کې سره غونډ شي او د هغوي تر پښو لاندې ځمکه تل لنده وي.
د عکس تشریح، په سلګونه کسان په یوه کوچني ځای کې سره غونډ شي او د هغوي تر پښو لاندې ځمکه تل لنده وي.
اړتیا د ابتکار مور ده: دا سړی د پېچکاریو له  ښیښو نه د هیروینو د څکولو لپاره چیلم جوړوي. دوی همدارنګه کاغذي ګیلاسونه او نور غورځول شوي توکي هم د خپلې ګټې لپاره کاروي.
د عکس تشریح، اړتیا د ابتکار مور ده: دا سړی د پېچکاریو له ښیښو نه د هیروینو د څکولو لپاره چیلم جوړوي. دوی همدارنګه کاغذي ګیلاسونه او نور غورځول شوي توکي هم د خپلې ګټې لپاره کاروي.
بهاوالدین د نارینه و پر ډېرانونو ښځینه بکسونه پلوري.  دی وایي دوه نیم کاله کېږي خپله کورنۍ او بچیان یې نه دي لیدلي او هغوی سره یې هر ډول اړیکه له لاسه ورکړې. هغه غواړي حکومت ورسره مرسته وکړي.
د عکس تشریح، بهاوالدین د نارینه و پر ډېرانونو ښځینه بکسونه پلوري. دی وایي دوه نیم کاله کېږي خپله کورنۍ او بچیان یې نه دي لیدلي او هغوی سره یې هر ډول اړیکه له لاسه ورکړې. هغه غواړي حکومت ورسره مرسته وکړي.
د کابل د پل سوخته سیمې تر پله لاندې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو دا ځای د یوه کلي بڼه لري چې د روږدو تګ راتګ په کې ټوله ورځ دوام لري.
د عکس تشریح، د کابل د پل سوخته سیمې تر پله لاندې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو دا ځای د یوه کلي بڼه لري چې د روږدو تګ راتګ په کې ټوله ورځ دوام لري.
ښځینه خپل کورونه تر شا پرېږدي او د معتادانو هټیو ته نږدې په ډله ییزه توګه نشه یي توکي کاروي. هغوی ته نږدې نارینه هم لیدل کېږي چې په ډله ییزه توګه نشه کوي.
د عکس تشریح، ښځینه خپل کورونه تر شا پرېږدي او د معتادانو هټیو ته نږدې په ډله ییزه توګه نشه یي توکي کاروي. هغوی ته نږدې نارینه هم لیدل کېږي چې په ډله ییزه توګه نشه کوي.