پاکستان: کرزى له طالبانو سره خبرو کې خنډ جوړوي
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو رڼا اچولې ده.
د لومړي وزير نواز شريف د ځانگړي استازي سرتاج عزيز د کابل د سفر په باب پاکستاني خبريالانو ته معلومات ورکول کېدل.
په دغه ناسته کې وويل شول چې سرتاج عزيز به په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره گوري او د سولې په خبرو اترو به خبرې کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي وويل:
"د جولاى په ٣١ نېټه د طالبانو د شورا اته کسيز پلاوى اسلام اباد ته راغلى و چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو په دويم پړاو کې برخه واخلي. دا امکانات ډېر و چې په هغو خبرو کې د افغانستان د روان تاوتريخوالي د کمېدا لپاره پرمختگ شوى واى."
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي د ملا محمد عمر د مړينې د اعلان له امله پر افغان چارواکو نيوکې وکړې.
"افغان حکومت د خبرو اترو د دويم پړاو تر پيل وړاندې د ملا عمر د مړينې د اعلانولو په برخه کې معقوله پرېکړه و نه کړه . ټول خبر وو چې ملا عمر مړ دى خو افغان حکومت يې اعلان په ناسم وخت کې وکړ."
پاکستاني چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر دريمه) خبريالانو سره په خبرو کې وويل:
"افغان حکومت شايد فکر کاوه چې د ملا عمر د مړينې په اعلانولو به طالبان سره وويشي خو داسې و نه شول او اختر منصور حالات کابو کړل."
دغه پاکستاني چارواکي د افغانستان مخکينى ولسمشر حامد کرزى او په کابل کې د استخباراتو څانگه تورنه کړه چې گواکې د سولې خبرې اترې خرابوي.
"دوى ( حامد کرزي او د استخباراتو ادارې) د سولې بهير خراب کړى. طالبانو نه غوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني خو موږ قانع کړل چې خبرې وکړي."
د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي وويل چې اسلام اباد د ولسمشر غني په غوښتنه د خبرو اترو په بهير کې مرسته کړې ده.
ده وويل چې د لومړي وزير نواز شريف ځانگړى استازى به په کابل کې دا څرگندوي چې افغان غاړه لا هم د سولې د خبرو اترو بيا پيل غواړي که نه.
پاکستاني چارواکي وويل دوى د سولې لار غوره بولي خو که کابل جنگ ښه وباله نو بيا اړتيا دا ده چې د امريکا له متحدو ايالاتو، چين او نورو ښکېلو هېوادونو سره پراخ بنسټې سلا مشورې وشي.
طالب ضد ګام
پاکستاني چارواکي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد بايد اسلام اباد گام واخلي وويل:
"موږ به په خپله خاوره د نورو جنگ و نه کړو. خو د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د چارې په ترسره کېدو کې به مرسته وکړو."
د ولسمشر غني د واک له پيله د کابل او اسلام اباد اړيکي وغوړېدې.
افغان چارواکو هيله لرله چې پاکستان به د سولې په خبرو کې او د طالبانو په هڅولو کې مرسته کوي.
خو د ملا عمر تر مړينې وروسته په پلازمېنه کابل کې تر ځينو بمي چاودنو وروسته افغان چارواکو وويل چې دغه بريدونه د پاکستان په خاوره پلان شوي دي.