اورګاډي کې د هنګري پولیسو او کډوالو تر منځ اخ و ډب

اورپا ته د راتلوونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی دی.
د عکس تشریح، اورپا ته د راتلوونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی دی.

د هنګري پلازمېنې بوداپېست لوېدیځ کې کډوال او پولیس وروسته له هغه لاس او ګرېوان شول چې پولیسو هڅه وکړه کډوال په زوره له یوه اورګاډي وباسي.

سیمه د پولیسو له خوا د (عملیاتو زون) اعلان شوې او خبریالانو ته ویل شوي چې له دغه ځایه ووځي.

تر دې مخکې د هنګري چارواکو زرګونو هغو کډوالو ته اجازه ورکړې وه چې اورګاډو کې نورو ځایونو ته لاړ شي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمېنه بوداپیسټ کې د اورګاډي د یوه تم ځای نه بهر ټول شوي وو.

د کلیتي په نامه تمځای کې ټولو شویو کډوالو په خوښیو د اورګاډو هرکلی کړی و.

ډېری کډوال هڅه کوي چې په هنګري کې له راجسټر کېدو پرته ځانونه جرمني ته ورسوي.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان یوې خبرې غونډې ته ویلي وو چې هېڅوک به په هنګري کې له راجسټر کېدو پرته چیرته لاړ نه شي.

"هیڅوک نه شي کولای چې په هنګري کې له راجسټر کېدو پرته لاړ شي ځکه چې دا د شینګن تړون، د جرمني د صدراعظمې، د اتریش د چارواکو او نورو اروپايي قوانینو غوښتنه ده. ځکه نو موږ ټول کډوال اوس راجسټر کړي دي."

اورپا ته د راتلوونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی دی. یوازې د جولای په میاشت کې یو سل او اوه زره او پنځه سوه کډوال اروپا ته راغلي دي.

جرمني ویلي سږکال ۸۰۰ زره کډوال مني چې د تېر کال په پرتله څلور برابره ډېر دي.

د کډوالو دغه شمېر په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د تګلارې په هکله بحث او مخالفتونه راپارولي دي.

ځیني وايي جرمني د دومره شمېر کډوالو منلو ته چمتو و خو نور اروپايي هېوادونه چمتو نه دي.

د هنګري صدراعظم ښاغلي اربان پر جرمني نیوکه وکړه چې د کډوالو د منلو له امله یې ستونزه رامنځ ته کړی او په وینا یې ټول کډوال هڅه کوي چې جرمني ته لاړ شي.

په بریتانیا کې هم د کډوالو موضوع بحث پارولی دی. د پارلمان یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې نور کډوال هم ومني.

له دې ډلې نه یوه هم د محافظه کاره ګوند پخوانۍ مشره سعیده ورثي ده.

نوموړې وايي بریتانیا د کړکیچونو پرمهال د مرستې اوږد او ویاړلی تاریخ لري او اوس هم باید د کډوالو لاسنیوی وکړي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مشر ډونالډ ټوسک ویلي چې لږ ترلږه ۱۰۰ زره کډوال باید په اروپايي هېوادونو کې په مساوي ډول ووېشل شي.

نوموړي چې د هنګري له صدراعظم سره یې یوې ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل د اروپايي هېوادونو ترمنځ په عادلانه ډول د کډوالو وېش مهم دی.

"د ډېر کډوالو منل نه یوازې مهم بلکې د یو موټيوالي نښه هم ده. موږ اړتیا لرو چې د اروپايي هېوادونو ترمنځ لږ ترلږه ۱۰۰ زره کډوال په عادلانه ډول وویشل شي. که مشران په دې برخه کې خپل ښه نیت څرګند نه کړي نو یو موټیوالی به یوازې یو شعار پاتې شي او سیاسي اختلافاتو او یو بل ګرم ګنلو ته به لاره پرانیزي."

دا هغه غوښتنه ده چې جرمني، ایټالیا او فرانسې وار دمخه کړې ده.

په همدې حال کې د لوګزمبرګ چې دم ګړۍ د اروپايي ټولنې مشري کوي د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه کړې چې اروپا کې د کډوالو د بحران په اړه دې د کډوالو د چارو یوه اروپايي اداره جوړه شي.

په پام کې ده چې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو او عدلیې وزیران د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه په بروکسلز کې غونډه وکړي او اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د بحران د هواري په اړه خبرې وکړې.