اروپا کې د کډوالۍ ناورین: انځورونه او شمېرې

سږ کال اروپا کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه خورا زیات شوي دي. جرمني او هنګري کې د سږ کال شمېرې لا له وړاندې د تېر ټول کال له شمېرو اوښتي. د جولای میاشت تر پایه په ټولیز ډول ۴۳۸ زره کسانو د کډوالۍ غوښتلینکونه سپارلي. تېر ټول کال دغه شمېره ۵۷۱ زره وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو پر بنسټ، په اروپا کې جرمني د کډوالو لپاره تر ټولو ډېر د پام وړ ځای دی. دغه هېواد تر ټولو زیات د کډوالۍ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، د ۲۰۱۵ کال تر پایه ټولټال ۱۸۸ زره غوښتنلیکونه چې د ۲۰۱۴ د ټول کال له شمېر ۱۵۴۱۶ زیات دي.

خو هنګري له دغه پلوه دوهم مقام ته رسېدلی، او ډېرو کډوالو هڅه کړې چې د یونان او لوېدیځ بالکان هېوادونو له لارې ځانونه هنګري ته ورسوي.

که څه هم جرمني د کډوالۍ تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، خو که د هر هېواد د وګړو شمېر ته پام وشي نو سوېډن په سر کې ځای لري او په هرو زرو وګړو کې یې د کډوالو شمېر اته کسه دی.

بریتانیا کې په هرو زرو وګړو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونو شمېر صفر اعشاره پنځه دی – یعنې په دوه زره کسانو کې یو کډوال.

کډوال له کومو سیمو راځي؟

د سوریې روانه جګړه لا هم د کډوالۍ تر ټولو ستر لامل دی. خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، ارېټریا کې ځورونې او تر څنګ یې کوسوو کې بې وزلي هم خلک کډوالۍ او د غوره ژوند فرصتونو لټولو ته هڅولي دي.

ټاکل شوې روانه میاشت د اروپايي ټولنې هېوادونه یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړي، دغې ټولنې تر اوسه د کډوالو د بحران حل لپاره پره یوې واحدې تګلارې موافقه نه ده کړې. د کډوالو د برابر وېش یوه مسوده رد شوې او په ځینو هېوادونو کې له اندازې ډېرو کډوالو ترینګلتیا زیاته کړې ده.

بریتانیا د کډوالو د مساوي وېش له هر ډول پلانه ځان بهر ساتلی او د کورنیو چارو وزارت شمېرو پر اساس یې تر اوسه د (زیانمنونکو کسانو د بیا ځای پر ځای کولو) پروګرام له مخې د ۲۰۱۴ کال جنورۍ میاشت راهیسې د سوریې ۲۱۶ کډوال منلي دي.

هنګري شمالي اروپا ته د کډوالو د راتلو بهیر ورو کولو په موخه له سربیا سره پر خپله پوله ۱۷۵ کیلومتره اوږد ازغن تار غځولی دی.

د اروپايي ټولنې د (ډبلین) قوانینو پر اساس، کډوال باید هغه هېواد کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه وسپاري چې لومړی ور رسېږي او نوملیکنه یې کېږي. خو دا چې شمېرې زیاتې شوې دي، نو دغه قانون له پامه غورځول شوی او ډېرو کډوالو ته له پولو د اوښتو اجازه ورکړل شوې ده.

که څه هم لوړ شمېر خلکو د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، خو دغه شمېرې بشپړ حقیقت نه څرګندوي.

د هغو کسانو شمېر چې د کډوالو په توګه منل شوي، خورا کم دی. په ۲۰۱۴ کال کې، د اروپايي ټولنې هېوادونو د ۱۸۴۶۶۵ کسانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه ومنل. په همدغه کال کې، له ۵۷۰ زرو ډېرو کډوالو د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو. د کډوالۍ غوښتنلیک یو اوږد بهیر دی نو ډېرو منل شويو کډوالو ښايي تېر کال خپل غوښتنلیکونه سپارلي وي.

د ۲۰۱۵ کال تر جون میاشت ۱۲ میاشتو کې په بریتانیا کې د کډوالۍ څه دپاسه ۲۵ زره غوښتنلیکونه سپارل شوي دي. ډېری غوښتنلیکونه رد شوي او په ۲۰۱۴ کال کې له ۶۰ سلنې ډېرې لومړنۍ پرېکړې د رد وې.

په همدغه موده کې، ۶۷۸۸ کډوال او د دوی کورنۍ یا له بریتانیې وایستل شول یه په خپله خوښه نورو ځایونو ته ولاړل.

کډوال ځانونه څنګه اروپا ته رسوي؟

د کډوالو چارو نړیواله اداره (آی او ایم) اټکل کوي چې د ۲۰۱۵ کال جنورۍ او اګست میاشتو تر منځ د اروپايي ټولنې پر پولو څه دپاسه ۳۵۰ زره کډوال لیدل شوي، د تېر ۲۰۱۴ ټول کال موده کې دغه شمېره ۲۸۰ زره کسان وو. شمېرو کې هغه کسان نه دي شامل چې په پټه اوښتي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ځواک، فرنټیکس، د کډوالو د اوښتو بېلا بېلې لارې او د دوی شمېرې څاري.

سږ کال تر ټولو ډېره کارول شوې لار د ختیځې مدیترانې ده او تر ټولو زیات پرې د سوریې کډوال اوښتي دي.

د اروپايي ټولنې پر پولو له ۳۵۰ زرو اوښتو کډوالو له ډلې ۲۳۵ زره یونان او نږدې ۱۱۵ زره ايټالیې ته رسېدلي دي. شاوخوا ۲۱۰۰ اسپانیې ته تللي.

ډېر هغه کډوال چې یونان ته روان وي، له ترکیې د کاس، چیوس، لیسوس او سموس ټاپوګانو نسبتا لنډې لارې غوره کوي، او تر ډېره بریده له کوچنیو لرګینو کښتیو کار اخلي.

د کډوالو مړینې

له لیبیا څخه ایټالیې ته سفر په پرتلیز ډول اوږد او له خطره ډک دی. د (آی او اېم) په وینا، له دغې لارې د تېرېدو په هڅه کې سږ کال څه دپاسه ۲۵۰۰ کډوال مړه شوي، په ۲۰۱۵ کال کې په مدیترانه کې ټولټال ۲۶۴۳ کسان وژل شوي دي.

په عمومي ډول ډېرې مړینې د اوړي میاشتو کې پېښېږي ځکه دغه مهال اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر زیات وي.

خو روان کال، تر اوسه، تر ټولو مرګونې میاشت اپریل وه چې په کې د ۸۰۰ سپرو کډوالو کښتۍ د لیبیا سمندرګي ته نږدې ډوبه شوه. باور دی د دغه ناورین یو لامل په کوچنۍ کښتۍ کې له اندازې زیاتو کډوالو سفر و.