چین کې د دوهمې نړیوالې جګړې ۷۰مې کلیزې پوځي پرېډ
چین کې د دوهمې نړیوالې جګړې ۷۰مې کلیزې پوځي پرېډ
د چين پلازمېنه بېجینګ کې د دوهمې نړيوالې جګړې د پای ۷۰ مه کليزې په ياد يو لوی پوځي پرېډ ترسره شو.
دې مراسمو ته د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په ګډون څه د پاسه ۳۰ بهرني حکومتي چاوراکي او دولتي مشران ورغلي وو.
خو ډېرو لوېديځو مشرانو يې له ورتګ ډډه کړې وه.
ولسمشر شي جېنبینګ د ۳۰۰ زره سرتېرو کمولو اعلان وکړ، خو بيا به هم دا د نړۍ تر ټولو لوی پوځ پاتې شي.