خټک: د اقتصادي دهلېز نوې نقشه پښتونخوا بې برخې کوي

ويل کېږي لومړی داسې پلان و چې د کاشغر ګوادر بندر ته تلونکې لار د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې تېره شوې وای خو اوس په نوې نقشه کې دغه لاره د پنجاب له ایالته تېرېږي.
د عکس تشریح،

ويل کېږي لومړی داسې پلان و چې د کاشغر ګوادر بندر ته تلونکې لار د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې تېره شوې وای خو اوس په نوې نقشه کې دغه لاره د پنجاب له ایالته تېرېږي.

د چین ولسمشر پاکستان ته رسېدلی. د سفر اصلي موخه پر هغې پروژې هوکړه ده چې درې زره کیلومتره د اورګادي، ګاډو او سمندري بېړیو لاره د چین د کاشغر له بندره د پاکستان ګوادر بندر ته تېره شي او په دې توګه به اقتصادي ګټې او ځایي خلکو ته کارونه ور په برخه کړي.

ويل کېږي لومړی داسې پلان و چې د کاشغر ګوادر بندر ته تلونکې لار د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له لارې تېره شوې وای خو اوس په نوې نقشه کې دغه لاره د پنجاب له ایالته تېرېږي.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وايي د پاکستان حکومت د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د امنیت ستونزې له کبله د اصلي لار د بدلولو پلان لري.

بي بي سي سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افرسیاب خټک وویل حکومت غواړي دغه لویه لار له لاهور او اسلام اباد ښارونو تېره کړي چې په دې ترتیب د پښتونخوا او بلوچستان ګڼې سیمې د دغې سترې پروژې له اقتصادي ګټو بې برخې پاتې کېږي.

ښاغلي خټک زیاته کړه، پیل کې چې کله لار ټاکل کېده نو په طبیعي ډول لنډه لار له بلوچستان او پښتونخوا سیمو تېرېده خو وروسته د چارواکو پام شو چې دغه پروژه ډېر اقتصادي امکانات لري.

"نو بیا حکومت دا خبره وکړه چې د دې لارې جوړول به ډېر وخت ونیسي ځکه نو کومه لاره چې له وړاندې موجوده ده، له هغې یې د کار اخیستلو پرېکړه وکړه."

د نوموړي په اند راتلونکې کې به افغانستان او مرکزي اسیا هم په دغه پروژه کې ګډون کوي خو که اصلي نقشه بدله نه شي نو دا کار به اسانه وي ځکه خو دوی پر حکومت فشار راولي چې دغه لار بدله نه کړي.

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان حکومت ولې د لارې بدلولو پرېکړه وکړه، ښاغلي خټک وویل، اساسي لامل یې د پنجاب د اشرافیه ګټې دي، دوی غواړي دغه لویه لار پر لاهور تېره شي.

"که څه هم دوی وايي چې اصلي لار نه بدلوو، خو له شته لارې (پنجاب کې اسلام اباد او لاهور) ګټه اخلو تر هغو چې اصلي لار (بلوچستان او پښتونخوا) جوړه شي."

ښاغلي خټک زیاته کړه که د پنجاب پر لار بنسټیز کارونه لکه سړکونه او د اورګاډي پټلۍ جوړې شي نو راتلونکې کې د لویې لار بدلول شونې نه ده او نه هم کومه اقتصادي ګټه لري.

نوموړي پر پاکستان حکومت نیوکه وکړه او وویل "په خواشینۍ سره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه کله هم د پاکستان حکومت په لومړیتوبونو کې ځای نه دی لرلی او لکه د تل په څېر یو ځل بیا له پامه غورځول کېږي."

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین مرکه:

د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د پښتونخوا ځینو نورو سیاسي مشرانو هم له دغه پلان سره مخالفت څرګند کړی دی.

تر دې مخکې د چین ولسشمر شي جین پینګ چې په دوه ورځني سفر پاکستان ته رسېدلی، وویل پاکستان او چین چې پر کومو پروژو هوکړه کړې، تر ۳۰ ډېر یې اقتصادي بڼه لري.

نوموړي وویل پاکستان ته یې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګولو په موخه سفر کړی دی.

ښاغلي پینګ زیاته کړه د چین په بهرنۍ پالیسۍ کې پاکستان مهم ځای لري.

په دې تړاو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وویل د پروژې ګټې به د دغه هېواد ټولو ایالتونو ته ورسېږي او پر مټ به یې پاکستان په سیمه کې له اقتصادي پلوه غښتلی شي.

دا په تېرو نهو کلونو کې پاکستان ته د چین د ولسمشر لومړی سفر دی چې ورسره د دغه هېواد وزیران، د کمونست ګوند مشران، لوړپوړي چارواکي او د چین د سوداګریزو شرکتونو مشران هم شامل دي.