په ځانګړو حالاتو کې د روژې ساعتونه کمېدی شي؟

  • حسیب عمار
  • بي بي سي

په قرآن کریم کې په واضحه توګه ویل شوي چې د روژې وخت له سپېده داغه تر ماښامه دی.

د قرآن شریف بقرې سورې په ۱۸۷ ایت کې راغلي، ترجمه: "او وخورئ او وڅښئ تاسې تر هغه چې ښکاره شي تاسې ته سپین تار (یعنې سپېده داغ) جلا له تور تاره، چې مقصد یې شپه ده."

د سعودي عربستان د دارالافتا په ګډون، د ډېری اسلامي علماوو او فقهي ټولنو استدلال د همدغه آیت پر بنسټ ولاړ دی.

دوی وايي مسلمان هر چېرې چې وي، ورته په کار ده چې ټوله ورځ روژه ونیسي، پرته له دې چې د ورځې اوږدوالي یا لنډوالي ته پام وکړي.

د مصر په الازهر پوهنتون کې د تطبیقي فقهې استاد عبدالفتاح ادریس وايي په دې آیت کې حکم څرګند دی او د ځای هېڅ ډول قید پکې نه دی راغلی:

نوموړي وویل: "د هغو هېوادو اوسېدونکي چې لمر په کې راخېژي او شپه او ورځ یې پېژندل کېږي، د پورتني آیت له مخې اړ دي چې تر لمر لوېدو پورې روژه بشپړه کړي".

"خو په هغو ځایو کې چې شپه او ورځ یې یو شان وي او له یو بله سره جلا نه شي، او لمر پکې نه راخیژي، خلک باید د خپل هغه نژدې ګاونډي هېواد له وخت سره سم روژه ونیسي او ماته کړي چې د استوا خط ته نژدې وي، لمر په کې را وخېژې او د ورځې او شپې تر منځ توپیر موجود وي"٬

خو د الازهر پوهنتون د اوسني مفتي او د مصر د ځینو پخوانیو مفتیانو په ګډون د سني او شیعه مذهب هغه شمېر فقها چې رژوې ته د فقهه مقاصد یا د موخې او هدف له نظره ګوري، دغه نظر د ننیو جغرافیايي واقعیتونو پر بنسټ ننګوي.

د مصر په دارالافتا کې وتلی څېړونکی شیخ محمد وسام وايي دلته قران هغه ځمکې په پام کې نیولي چې د آیت د نزول په وخت کې ورځ او شپه او د هغو لنډوالی او اوږدوالی په کې څرګند و.

نوموړي وايي: "په دې آیت کې لوی خدای د عامو او دودیزو پديدو په اړه خبرې کړې، نه د نادودو او کمیابو، ځکه ځانګړې او کمیابه پدیدې ځانته خپل حکم او قانون لري."

محسن کدیور چې د قم په علمیه حوزه کې یې زدکړې کړې، په دې نظر دی چې په دغه آیت کې یوه ټاکلې جغرافیايي سیمه په پام کې نیول شوې، نه ټول ځایونه.

دا مهال ځمکه د لمانځه او روژې له پلوه پر دریو جغرافیايي سیمو وېشل شوې ده.

لومړی هغه سیمې دي چې د شمالي او جنوبي مدار په ۴۳ درجو کې پرتې دي، کله کله د ورځې او شپې اوږدالی په کې برابر شي او دلته د ورځې یا شپې اوږدوالی له ۱۷ ساعتو نه ډېريږي. د دغو سیمو په اړه هېڅ اختلاف نه شته.

دویم هغه سیمې دي چې د مدار په ۴۳ تر ۶۶ درجو کې پرتې دي، دغلته د ورځې اوږدوالی د ثور له میاشتې د اسد تر میاشتې له ۱۸ تر څه کم ۲۴ ساعتو او د شپې اوږدوالی له څو دقیقو نیولې تر شپږو ساعتو وي.

او دریم قطبي سیمې دي چې د شمالي او جنوبي مدار له ۶۶ درجو او ۳۳ دقیقو ورآخو پرتې دي چې څو پرله پسې میاشتې په کې شپه وي او بیا څو پرله پسې میاشتې ورځ.

د دریمې سیمې د اوسېدونکو لپاره د لمانځه او روژې د حکم په اړه علما او فقها یو نظر لري، دا چې دوی دې د هغو سیمو له وخت سره سم لمونځ کوي او روژه نیسي چې شپه او ورځ په کې څرګنده وي.

خو ځینې وايي د دغو سیمو خلک دې د مکې معظمې د ورځې له ساعتونو سره سم روژه ونیسي، ځینې نور بیا وايي چې دوی دې خپلې دغه دیني چارې د هغو نژدې ګاونډیو هېوادو له وخت سره سمې پر مخ بیایي چې ورځ او شپه په کې مالومه ده.

اصلي اختلاف د دویمې برخې د سیمو په اړه دی چې د ورځې اوږدوالی په کې له ۱۸ ساعتو تر څه کم ۲۴ ساعتو رسېږی. د ځمکې د وچې برخې نژدې دریمه برخه په دغو سیمو کې راځي.

د دغو سیمو، چې بریتانیا هم په کې راځي، یو شمېر مسلمانان وايي په ګرمۍ کې د ورځې اوږدوالي ته په پام سره د روژې نیول ورته ګران وي.

له دودپالي نظره چې د سعودي عربستان دارالافتاء یې استازیتوب کوي، که څوک د ورځې د اوږدوالي یا د عمر د ډېروالي له امله نه شي کولی ټوله ورځ روژه ونیسي، او یا دا چې د روژې نیول یې د مرګ یا د ناروغۍ د سختېدو سبب ګرځي، ورته په کار ده چې خپله روژه ماته کړي او وروسته یې یو بل وخت چې په وس یې پوره وي قضا پر ځای کړي.

خو د دغه نظر مخالفین وايي چې دا کار به خلک په دغو سیمو کې د روژې د مبارکې میاشتې له فیض او برکته بې برخې کړي.

دغه ډله چې الازهر او د مصر دارالافتا یې استازیتوب کوي، وايي په هغو سیمو کې چې ورځې یې له ۱۸ ساعتو ډېرې اوږدې وي، مسلمانان کولی شي د مکې مکرمې د ورځې د ساعتونو په اندازه روژه ونیسي.

دوی دلیل راوړي چې الله ج مکه ام القرا یا د ښارونو مور بللې ده. دوی وايي چې د دغو سیمو مسلمانان دې خپله روژه له سپېده داغه پیل کړي او د هغومره وخت لپاره دې ونیسي چې په مکه کې یې خلک نیسي.

د بېلګې په توګه که د سهار له ۳ بجو روژه پیلوي او په مکه کې خلک ۱۴ ساعته روژه نیسي، دوی کولی شي چې پر ۵ بجو خپله روژه ماته کړي، ان چې لمر لا ولاړ هم وي.