اسلامي دولت نومې ډلې عراق سره پر پوله د سوریې بله سیمه نیولې

اسلامي دولت نومې ډلې عراق سره پر پوله د سوریې بله سیمه نیولې

سوریه کې د بشري حقونو د څار یوه ټولنه وايي اسلامي دولت نومې ډلې له عراق سره د دې هېواد هغه وروستۍ پوله چې د حکومت په واک کې وه نیولې ده.

دې ډلې تر دې وړاندې لومړی د عراق رمادي او بیا د سوریې پالمیره /تدمر سیمې هم ونیولې.

خو ولسمشر اوباما ټینګار کوي چې امریکا دې جهادیانو پر وړاندې جګړه نه بایلي. ده له عراقي ځواکونو سره د لا نورو مرستو ژمنه وکړه.