هند کې یو کس د غويي غوښې له کبله سوځول شوی
د هند په شمال کې د خلکو یوې پارېدلې ډلې یو ۵۰ کلن سړی په ادعا شوي ډول په خپل کور کې د غويي غوښې ساتلو او خوړولو له کبله په اور سوځولی او وژلی دی.
د هند د اوتر پردیش ایالت په دادري سیمه کې یوه ډله سړو د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۸مه) د محمد اخلاق په نامه کس وهلی او په تیږو ویشتلی و.
د ښاغلي اخلاق ۲۲ کلن زوی هم په دغه برید کې سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پېښې په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي. پولیس په دې اړه پلټنې کوي چې د غوښې ساتلو اوازه چا خپره کړه.
په هند کې د غوا حلالول یوه حساسه مسله ده ځکه هندوان دغه څاروی سپېڅلی بولي.
د هند د ۱،۲ میلیارد وګړو ۸۰ سلنه هندوان دي.
اوتر پردیش یو له هغو ایالتونو دی چې د غواګانو د حلالولو، خرڅلاو او غوښې خوړلو د بندیز قانون یې په سخت ډول پلی کړی دی.
د غویي پر غوښې بندیز د ډېرو غوسه هم را پارولې چې وايي حکومت څنګه کولی شي دا پرېکړه وکړي چې خلک به څه ډول خواړه خوري.
د ښاغلي اخلاق کورنۍ وايي دوی په خپل یخچال کې د غويي غوښه نه بلکې د پسه غوښه ساتلې وه.
راپورونه وايي پولیسو دغه غوښه د ازموینو لپاره لېږلې چې تاید کړي د غويي ده که د پسه.
لوړپوړي ځايي چارواکي این پي سینګ د انډین ایکسپریس ورځپاڼې ته وویل:
"سیمه کې ځینو کسانو داسې اوازه خپره کړه چې اخلاق په خپل کور کې د غوا غوښه ساتلې او غویان حلالوي. له اوازو وروسته، دوی د هغه پر کور برید وکړ."
د پولیسو جګپوړي افسر کېرن ایس د ای ایف پي خبري اژانس ته وویل، "د دغې کورنۍ له خوا د غويي غوښې خوړلو اوازه سیمه کې د هندوانو په یوه عبادتځای کې خپره شوه."
پېښه په یوه کلي کې رامنځته شوې چې د هند له پلازمېنې ډیلي نږدې ۵۰ کیلومتره واټن لري.
د ښاغلي اخلاق ۱۸ کلنې لور ورځپاڼې ته وویل، "په کلي کې د سړو یوې شاوخوا ۱۰۰ کسیزه ډلې" د دوشنبې په شپه د دوی کور ته ورسېدل.
نوموړې وویل، "دوی پر موږ تور ولګاوه چې کور کې مو د غويي غوښه ساتلې، زموږ دروازې یې ماتې کړې او زما پلار او ورور یې ووهل. زما پلار یې له کوره بهر وویست او په خښتو یې وواهه."
"موږ وروسته خبر شو چې د هندوانو په عبادتځي کې داسې اعلان شوی چې ګنې موږ د غويي غوښه خوړلې... زموږ په یخچال کې د پسه غوښه وه... پولیسو دغه غوښه د ازموینو لپاره له ځانه سره وړې ده."
راپورونه وايي کلیوالو د خلکو د نیولو پر ضد مظاهره او له پولیسو سره نښته کړې او یو شمېر ګاډو ته یې تاوان رسولی دی.
په هند کې د اوتر پردیش په ګډون ۱۱ ایالتونو او دوو نورو سیمو کې د غوا، خوسي او غويي پر حلالولو بندیز لګول شوی دی.