د پناغوښتونکو او کډوالو کړکېچ او د انساني تاوان نورې نښې

د پناغوښتونکو او کډوالو کړکېچ او د انساني تاوان نورې نښې

د هنګري لومړی وزير وېکټر اوربان وايي د کډوالو او پناه غوښتونکو کړکېچ چې اروپا ورسره مخامخ ده، د جرمني ستونزه ده، ځکه اروپايي ټولنې ته رسېدونکي خلک غواړي هلته ځان ورورسوي.

ده دا هم وويل هنګري به هېڅ کډوال له نومليکنې پرته وتلو ته پرې نه ږدي.

ده دا څرګندونې د ګډوډۍ داسې حالت کې کړې چې پلازمېنې بوډاپسټ کې د اورګاډي لوی تمځی له دوه ورځو په ټپه ولاړ حالت وروسته پرانيستل شوی دی.

خو نورو هېوادونو ته یې د سفر خدمت تر نامعلوم وخته ځنډېدلى.

سلګونه کډوال چې فکر يې کاوه اتريش يا جرمني ته به تلل، له اورګاډو ښکته شوي او د پلازمېنې لوېديځ کې يوه ټرانزيټ کمپ ته بېول شوي دي.

د دې روان کړکېچ انساني غميزه ترکیه کې پر يوه سمندرغاړي د دوو ماشومو وروڼو د مړيو له موندلو وروسته لا هېښوونکې شوې ده.

دوی هغه ډله کې وو چې يونان ته یې د اوښتو هڅه کوله.

په دې رپوټ کې ځينې انځورونه ښايي درته زړه بوږنوونکي وي.