"که ما وګټله، کډوال به بېرته ځي"

امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند له خوا ولسمشرۍ ته نوماند، شتمن سوداګر ډونلډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي نو د امریکا له خوا منل شوي ټول سوریايي کډوال به بېرته ولېږي.

نوموړي یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "که ما وګټله نو دوی به بېرته ځي."

د ډونلډ ټرمپ دغه خبره د نوموړي د پخواني دریځ برعکس ده. ده تېره میاشت د امریکا فوکس نیوز خبري چینل ته ویلي وو هېواد یې باید لا نور کډوال ومني.

د سې شنبې پر شپه (سپتمبر ۲۹مه) ښاغلي ټرمپ د کین عالي لیسې کې د غونډې ګډونوالو ته وویل، "اورېدلي مې دي چې حکومت مو د دوه سوه زرو سوري کډوالو د منلو هوډ لري، واورئ، دوی ښايي داعش (د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې غړي) وي."

ده د سوریې کډوالو ته د دوه سوه زرو پوځیانو نوم ورکړ او زیاته یې کړه، "زه خلکو ته خبر ورکوم چې دلته له سوریې په لویه پېمانه خلک را روان دي، خو که ما وګټله، که بریا زما شوه نو دوی به بېرته ځي."

یاده دې وي چې ډونلډ ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې پام د د کډوالو پر مسلې راغونډ کړی دی. نوموړي په سوېلي پولې کې د یوه دېوال جوړولو ژمنه هم کړې ده.

تر دې مخکې ده مکسیکو کې هغه کډوال د "نشه يي توکو قاچاق وړونکي، مجرمین او جنسي تېري کونکي" وبلل چې نوملیکنه یې نه ده شوې.

په ۲۰۱۱ کال کې سوریه کې د جګړې له پیله ۱۵۰۰ سوریایانو ته په امریکا کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.

بله خوا د هیلري کلنټن په ګډون، دېموکراتانو هوډ څرګند کړی چې غواړي په امریکا کې د سوریایانو شمېر له لسو زرو څخه ۶۵ زرو ته لوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم ویلي چې د نړۍ د بېلا بېلو سیمو د کډوالو منلو هوډ لري.

د نوموړي په وینا د دغو کډوالو شمېر به تر راتلونکي کال له ۷۰ زرو څخه ۸۵ زرو ته لوړ شي او په ۲۰۱۷ کال کې به سلو زرو ته ورسېږي.