اسلامي دولت د یمن جوماتونو بریدونو پړه ومنله

په دغو جوماتونو کې تر ډېره د حوثي شیعه یاغي ډلې چې د صنعا کنترول په لاس کې لري، ملاتړي لمونځ کوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په دغو جوماتونو کې تر ډېره د حوثي شیعه یاغي ډلې چې د صنعا کنترول په لاس کې لري، ملاتړي لمونځ کوي

اسلامي دولت ډلې د یمن پلازمېنه صنعاء کې‌ پر جوماتونو د هغو بریدونو پړه منلې ده،‌ چې لږترلږه ۱۳۷ کسان پکې ووژل شول.‌ په لومړي سر کې داسې انګیرنې وې، چې ګنې د اسلامي دولت اړوندو جنګیالیو دا برید کړی دی.‌

له تېر نومبر میاشتې راهیسې یمن کې د اسلامي دولت فعالیتونه محسوس شوي دي.‌

دواړه په نښه شوي جوماتونه د زیدي شیعه ګانو اړوند دي، چې له حوثي یاغیانو سره تړاو لري.

په یمن کې وړاندې هم له تېرو څو کلونو راهیسې سیاسي اړدوړ دی،‌چې حوثیان یې له ټول ټال ۲۱ ولایتونو پر نهو واکمن دي.

که څه هم د عبده ربه منصور هادي په مشرۍ د یمن حکومت د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوی، خو حوثي یاغیان وايي،‌دا حکومت نه مني.‌

دا مهال ولسمشر هادي به سوېلي عدن ښار کې دی.‌

تېره ورځ څلور ځانمرګو برید کوونکو د صنعاء په سوېل کې پر بدر جومات برید وکړ،‌او بیا وروسته یې په الحشوش جومات هم ځانمرګی برید وکړ اسلامي دولت د ورته نورو بریدونو ګواښ هم کړی دی.‌

لومړی بدر جومات ته د جمعې د لمانځې پرمهال یو برید کوونکی ننوتلی او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې چوولي دي.‌

د بدر او الحشوش په جوماتونو کې خلکو د جمعې لمونځ ادا کاوه چې لږترلږه دوو ځانمرګو بریدګرو چاودنې وکړې.

وروسته له هغه چې حوثیانو په سپتمبر کې د یمن پلازمېنه تر خپلې ولکې لاندې راوسته، د القاعده ځايي ملاتړې ډلې ویلي وو چې دوی به یې پر وړاندې مقاومت وکړي.

په صنعا کې دغه چاودنې داسې مهال کېږي چې مخکې په سوېلي ښار عدن کې د ولسمشر منصور هادي او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د ملاتړو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسولیت نه دی منلی خو په تېر کې د القاعده اورپکې ډلې ورته بریدونه کړي دي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسولیت نه دی منلی خو په تېر کې د القاعده اورپکې ډلې ورته بریدونه کړي دي

له نښتو وروسته جنګي الوتکو په عدن کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړه، چې ښاغلی هادي هم په کې و.

خو د ولسمشر نږدې سلاکاران وايي چې له هوايي برید وروسته یې نوموړی یوه (خوندي ځای) ته رسولی.

ښاغلي هادي دغه برید "د اساسي قانون پر ضد یوه ناکامه پوځي کودتا" بللې ده.

له سترو مظاهرو وروسته ښاغلی صالح په ۲۰۱۱ کال کې اړ شو چې واک ښاغلي هادي ته وسپاري خو په دغه هېوا کې لا هم خپل اغېز لري.

ښاغلی هادي اوسمهال د حوثیانو ملاتړ کوي، که څه هم د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له دوی سره جګړې کړې وې.