اوباما: د امریکا او ایران تر منځ جوړجاړی شونی دی
اوباما: د امریکا او ایران تر منځ جوړجاړی شونی دی
د امریکا ولسمشر اوباما ایرانیانو ته ويلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ داسې یو تړون چې د دوی اړیکې به بدلې کړي ښايي ډېر نژدې وي.
نوموړي چې د نوروز لمانځلو په مناسبت په یوه خپره شوې ویډیو کې خبرې کولې خبرداری هم ورکړ چې که کوم تړون ونه شي نو ښايي ایران ګوښه پاتې شي.
په همدې ترڅ کې د نړۍ ۶ ځواکونه له ایران سره د هغوى د اټومي فعالیتونو پر محدودولو خبرې کوي.