د تعلیمي کال د پیل بحثونه

د نړۍ په ډېرو برخو په تېره بیا شمالي نیمه وچه کې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې تعلیمي کال پیلېږي

د ښونځیو د ټولګیواو د لوبو د ځایونو جوړښت، او حتی تعلیمي نصاب په بېلابېلو هېوادونو کې ښايي یو له بله سره توپیر ولري.

خو د ښونځیو په اړه ځینې تاوده بحثونه هرکال د تعلیمي کال په پیل کې بیا راژوندي کېږي.

په دې لیکنه کې دریو بحثونوته کتنه شوې.

.

1. د ښونځي لباس: راحت یا ځپونکی؟

د ښونځي د لباس یا یونیفورم موډ معمولا قات شوې لمنې او خړ رنګه پتلونونه، کمیسونه، نکټايانې، جاکټونه او خولۍ وي.

د ښوونځي یونیفورم د ۱۶مې میلادي پیړۍ راهیسې رواج شوی (لومړی په انګلستان کې رامنځ ته شو او بیا د پاچا درېیم هینري په وخت کې په پراخه توګه رواج شو) چې ځینې ماشومان ېې ډېر خوښوي او د ځینو ډېر بد اېشي.

خو د ښونځي ځانګړی لباس یا یونیفورم یوازې په دې خاطر نه دی چې ډېره عملي بڼه لري، هرسهار بې جنجاله اغوستل کېږي او ماشوم ښوونځي ته د تلو لپاره ژر چمتو کېږي- د دې تعلیمي لباس ترشا ډېرې نورې سیاسي خبرې هم نغښتې دي.

فرانسې له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې یونیفورم نه و اجباري کړی او په دولتي ښونځیو کې ېې پر پوړني، د سر دسمال، لونګۍ او نورو ټولو برجسته مذهبي سمبولونو اغوستلو باندې بندیز لګولی.

په ۲۰۰۶ کال کې په جرمني کې یو وړاندیز چې ویل ېې د ټولو زده کونکو لپاره دې یوډول یونیفورم جوړشي، د پراخو غندنو سره مخامخ شو، ځکه چې د هیتلري نازیانو د وخت سره ېې ورته والی درلود.

د لاتینې امریکا په ځینو برخو، لکه ارجنټاین اومکسیکو کې، معمولا شخصي ښوونځي یو ځانګړی لباس لري، چې دا تر یوې اندازې د تعلیمي موقف یوه نښه ګڼل کېږي.

له بلې خوا، د افریقا په زیاترو ښوونځیو کې، یونیفورم اجباري دی- له بوروندي نه نیولې ترمصر یا ګانا پورې (چې په ۲۰۱۳کې حکومت د وړیا یونیفورم ویشل پیل کړل)

د آسیا په ډېرو برخو کې هم د ښونځي یونیفورم شته دی، هلته په زیاتروهېوادونو کې د استعماري دورې په وخت کې ښوونځیو لپاره معیاري لباس رواج شوی و.

خو آیا یونیفورم د زده کونکو لپاره ښه دی که نه؟

زیاتره خلک باور لري چې د ښوونځي لپاره د یو ځانګړي لباس ټینګ قانون درلودل مرسته کوي چې ماشومان د هغوې د کورنۍ سابقې او شتمنۍ پرته تر یوه حده مساوي ټولنیز دریځ ولري.

د یونیفورم پلویان استدلال کوي چې یونیفورم د ښوونځي ویاړهم پیاوړی کوي، حاضري زیاتوي او تل د ښوونځي د مقرراتو د یاد ساتلو لپاره یوه وسیله ده.

ځینې خلک بیا په دې باوردي چې یونیفورم د ماشوم ځانګړتیا او د بیان آزادي محدودوي. ټولنیز توپیرونه هم له منځه نه بیايي، د یو زده کوونکي له خوا د بل زده کوونکي د ځورولو مخه نه شي نیولای.

خو د ځینو نورو له نظره، یونیفورم "دوه ګونی اغیز" لري: د دې لپاره دی چې شتمن او بېوزلي سره یو کړي، خو پر بیوزلو کورنیو باندې یو اقتصادي بار هم اچوي، هغوې مجبور وي چې خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي ځانګړی لباس یا یونیفورم رانیسي.

۲.کتابونه، د درسي تمرین پاڼې، ټابلیټونه؟

د ښوونځي د کتابونو بکس مو په یاد کړئ چې له درندو کتابونو به ډک و او د ټول کال د تعلیمي نصاب موضوع ګانې به په کې وې.

درسي کتابونه د ډیرې مودې راهیسې د هر زده کونکي د ژوند یوه برخه وه. خو په ډېرو هېوادونو کې د هغو تر څنګ نوټونه او د درسي تمرینونو فوټوکاپې شوې پاڼې هم کارول کېږي، یا حتی په بشپړه توکه ېې د درسې کتابونو ځاې نیولی.

ډیجیټلي انقلاب د چاپ شویو کتابونو په وړاندې یو بل ګواښ دی، ځکه، په هغو ټولنو کې چې د انټرنیټ آسانتیا لري، د اړتیا وړ معلومات د ټابلیټونو او لپ ټاپونو په مرسته له انټرنیټ څخه ترلاسه کېدای شي.

خو، دا معضله لا نه ده حل شوې چې آیا د کتابونودرلودل د تعلیمي بریاوو سره مستقیمه اړیکه لري که نه؟

د مثال په توګه په بریتانیا کې، د رسمي درسي کتابونو پرځاې له مخکې ترتیب شوي نوټونه چې زده کونکو ته ویشل کېږي، بهتره ګڼل کېږي.

خو په ۲۰۱۴کې د بریتانیا ښوونځیوته وویل شول چې بیا درسي کتابونه رامنځ ته کړي، ځکه داسې اندېښنې وې چې که له درسي کتابونو څخه کار وانه خیستل شي، زده کونکي به له نوروهېوادو لکه د آسیا د لیرې ختیځ هېوادو په پرتله وروسته پاتې شي.

خو، په دې وروستیو کې، د پوهنې روزنې د چارو یو لوړ سلاکار وړاندیز وکړ چې د راتلونکو پنځو کلونوپه ترڅ کې باید د درسي کتابونو کارولو څخه بېخي لاس واخیستل شي، ځکه چې د ډیجیتالي زیرمو یا منابعو له امله درسي کتابونه زړیږي او هغوې ته هیڅ اړتیا نه پاتې کېږي.

نو، آیا ښونځي باید درسي کتابونه وکاروي که نه؟

د ټیم اوټس ترمشرۍ لاندې د کیمبرېج د پوهنتون یوه څیړنه وايي د لوړو درسي معیارونو درلودونکي هېوادونه په نړیوالو ازموینو کې په عمومي توګه درسي کتابونه د لارښونو د بنسټ په توګه کاروي.

په شمالي کوریا او فنلینډ کې له درسي کتابونو څخه ډېر کاراخیستل کېږي( له ۹۵ سلنې نه زیاتو زده کونکوته درسي کتابونه ورکول کېږي). اود "پیسا" د یوې وروستۍ سروې له مخې چې په بېلابېلوهېوادنو کې ېې د ۱۵کلنو زده کونکو د ازموینو نتیجې پرتله کړې، هغوې پنځم اوشپږم لوړ مقامونه ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا، یونسکو موندلې چې د مرکزي افریقا په جمهوریت کې درسي کتابونو ته لاس رسی د اندیښنې وړ او ډېر کم دی. "هلته اته زده کونکي د لوستلواو ریاضي یو درسي کتاب په ګډه کاروي." او په کامرون کې په منځنۍ کچه هرو ۱۲زده کونکو لپاره یو درسي کتاب موجود دی.

هغه کسان چې د دودیزو درسي کتابونو پلوي کوي وايي چې د درسي کتابونوکارول د ښونځیو پیسې سپما کوي او د ښونکوکار کموي، هغوې یوازې د درسي کتابونو له مخې تعلیمي نصاب تعقیبوي او دې ته اړتیا نه لري چې زده کونکو ته د ویشلو لپاره بې پایه نوټونه برابر اوچاپ کړي.

هغوې دا استدلال هم کوي چې په هغوهېوادو کې چې ټکنالوژي گرانه او انټرنېټ ته لاس رسی کم دی، له درسي کتابونوڅخه کاراخیستنه یوازینی پایېدونکې لاره ده.

خو، د درسي کتابونو مخالفین بیا استدلال کوي چې په ښونځیوکې درسي کتابونه په وړیا توګه نه وېشل کېږي او رانیول ېې پروالدینو باندې یو اضافي اقتصادي فشار اچوي.

درسي کتابونه په ډله ییزه توګه چاپېږي او د زده کړې بېل بېل ډولونه په پام کې نشي نیولاې، نشي کېداې چې ماشومانو ته په بېلابېلو ډولونو او چټکتیا سره سبق وویل شي.

هغوې داهم وايی چې درسي کتابونه د معلوماتو د نوي توب له پلوه له ټابلیټونو او لاپ ټاپونو سره سیالي نشي کولاې.

۳.رخصتي: څو ورځې، څومره کورنی کار؟

هغه کسان به چې سهاروختي راولاړېدل او د درسي ټولګي مقررات ېې نه خوښیږي د تعلیمي کار د پاې ته رسېدو له امله د آرامۍ احساس کوي- خو تعلیمي کال په هرځاې کې په یو وخت نه تمامېږي.

په دې پورې تړلې ده چې تاسو چېرې ژوند کوئ، کېدای شي د نوروهېوادونو د زده کونکو په پرتله په یو تعلیمي کال کې تر۷۵ ورځو په ښونځي کې ډېرې تیرې کړئ.

د چین اوږد تعلیمي کال ۲۶۰ ورځې، د جاپان هغه ۲۴۳ او د کوریا ۲۲۰ ورځې لري.

د اسراییلو، جرمني، روسېې او زیمبابوې تعلیمي کال څه باندې ۲۱۰ ورځې لري، د کوستاریکا، بولیویا او جنوبي افریقا تعلیمي کالونه ډېرلنډ دي چې ۱۸۰ یا لږ ورځې لري.

فرانسه کې هم د تعلیمي کال ورځې کمې او رخصتۍ ډیرې دي.

خو، د تعلیمي کال جنتري ښايي ګمراه کوونکې وي: د فرانسې د ښوونځي ورځې ډېرې اوږدې وي – که څه هم شمېر ېې کم دی خو هره کاري ورځ ېې اته ساعته ده.

خو آیا څومره ساعتونه ډېر بللی شو؟

احصاېې ښيي حتمي نه ده چې د لوړ درسي معیار درلودونکي هېوادونه تر ټولو اوږدې تعلیمي ورځې ولري.

د اقتصادي همکارۍ اوپراختیا سازمان، او اي سي ډي، د احصاېې له مخې د لوړ تعلیمي معیار درلودونکي هېوادونه لکه فنلینډ او فرانسې کې د کلني اجباري تعلیمي ساعتونوشمېر ۳۰ سلنه لږ دی.

د ورځې په حساب، ځېنوهېوادونو کې د نورو په پرتله تعلیمي ورځ سخته وي: په برازیل او کینیا کې یوه معمولي تعلیمي ورځ د سهار پر۷ بجو پیلېږي، په داسې حال کې چې د استرالیا په زیاترو ښونځیو کې درسي ورځ د سهار پر۹:۳۰بجو پیلېږي.

بله مسله د رسمي تعلیمي ورځې له ختمېدو وروسته ساعتونه دي: کورنی کار. دا چې د ښونځي درسي کارونو ته په کور کې د یوڅه وخت په پام کې نیول د ماشومانو لپاره اغېزمن دي ـ او که هغوې باید استراحت او لوبې وکړي – د اوږدو بحثونو موضوع ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د برون پوهنتون یوه وروستۍ څېړنه تاییدوي چې په نړیواله کچه ځوان ماشومان له هغې اندازې نه چې د پوهنې روزنې کارپوهان ېې توصیه کوي، ډېر کورني درسي کارونه لري.

څېړونکي وايي د ښوونځي د هرکال پر سر باید ۱۰ دقیقې کورنی کار وزیات کړل شي- په دې توګه چې د درېیم کال زده کوونکی ۳۰ دقیقې کورنی کار، او د شپږم کال زده کوونکی یوساعت کورنی درسي کار ولري.

د ختیځې اروپا او لیرې ختیځ هېوادونو زیاترو والدینو ته به دا ډېره عجیبه ښکاري ځکه د هغوې ماشومان نیم ساعت خو، څه چې د ورځې دوه ساعته پر کورني درسي کارونو باندې لګوي.

خو، ځینې نور به ښايي د نورو څېړنو د دې موندنو له امله خوښ وي چې وايي کورنی درسي کار هغو کورنیو کې د روحي فشار رامنځ ته کېدو سبب کېږي چې والدین نه شي کولای او یا مجهز نه وي چې خپلوماشومانوسره په درسي چارو کې مرسته وکړي.