د عوامي نشنل گوند مشرتابه غړو ته گواښونه شوي

میا افتخار حسین ته د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښې کې د رول لوبولو له کبله د پاکستان د سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ د قدر په سترګه کتل کېږي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، میا افتخار حسین ته د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښې کې د رول لوبولو له کبله د پاکستان د سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ د قدر په سترګه کتل کېږي.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان قانون پلي کونکو ادارو د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر میا افتخار حسین ژوند ته د پاکستاني طالبانو له لورې جدي ګواښونو ته په پام سره، نوموړي ته د خپلو فعالیتونو او تګ راتګ محدودولو لارښونه کړې ده.

میا افتخار حسین اوسمهال په لندن کې دی او یو څه موده به همدلته پاتې وي.

د عوامي نېشنل ګوند یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه په ډاګه کېدو په شرط تاید کړې چې د میا افتخار حسین ژوند ته جدي ګواښونه متوجه دي او دا چې نوموړي ته د تېر کال له ایالتي ټاکنو وروسته پرله پسې ګواښونه شوي دي.

د عوامي نېشنل ګوند کارکونکي ویلي، پولیسو او د څار ادارو میا افتخار حسین ته په تېرو دوو میاشتو کې د خطرونو له کبله د خورا زیات احتیاط لارښونه کړې او د ګوند مشرتابه له ښاغلي حسین غوښتي چې خپل تګ راتګ محدود کړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه جګپوړي افسر بي بي سي ته د نوم نه په ډاګه کېدو په شرط منلې چې د میا افتخار حسین ژوند ته د طالبانو د یوه ځانګړې ډلې له خوا خطرونه متوجه دي او نوموړي ته لارښونه شوې چې خپل تګ راتګ محدود کړي.

ده ویلي، میا افتخار ته دا هم ویل شوي چې باید د خپل هر راز تګ راتګ په اړه پولیسو ته مخکې له مخکې خبر ورکړي چې بشپړ امنیت یې ونیول شي.

دغې سرچینې بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، د نوښار د پولیسو یوه چارواکي ربنواز خان ویلي، میا افتخار حسن چې خپل پلرني ټاټوبي نوښار ته ورسېږي نو سملاسي به یې امنیت د دوی مسولیت وي ځکه نوموړی د سخت دریځو لپاره د لوړ ارزښت هدف دی.

سرچینه وايي د ملا فضل الله په مشرۍ پاکستاني طالبانو سره تړلې ۳۰ کسیزه سخت دریځې ډلې ته چې مشري یې صالح محمد کوي، د میا افتخار حسین د وژلو دنده سپارل شوې ده.

تېر کال د اختر پر مهال هم پر نوموړي د ځانمرګي برید پلان شوی و خو امنیتي ځواکونو د دوی یو مشکوک ترهګر محمد عمر ونیو چې بیا د همده د مالوماتو پر اساس ۲۳ نور مشکوک سخت دریځي هم ونیول شول.

سرچنیې وايي، د دغې ډلې اووه غړي اوسمهال د خیبر پښتونخوا په دریو سیمو نوښار، چارسده او مردان کې پټ شوي چې کله هم میا افتخار حسین په نښه کولی شي.

میا افتخار حسین د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر دی او نوموړي ته د ترهګرۍ ضد جګړې لومړۍ کرښې کې د رول لوبولو له کبله د پاکستان د سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ د قدر په سترګه کتل کېږي.

یاده دې وي چې څو کلونه مخکې د نوموړي یوازینی زوی میا راشد حسین په ډزو وژل شوی و او د دغه برید پړه پاکستاني طالبانو منلې وه.