"ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې اورپکو ۱۴ ملکیان وژلي"

د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي نن سهار د اسلامي دولت وسلوالې ډلې چې د داعش په نامه هم مشهوره ده، ګڼو جنګیالیو د دغه ولسوالۍ په دوو کلیو کې ګڼ کورونه سوځولي دي.

یوه ځايي اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، سیموالو د اسلامي دولت ډلې له وسلوالو سره سخته جګړه کړې، له کلیوالو ۱۴ کسان وژل شوي او له څو تنو سرونه پرې شوي دي.

په پچیر اګام کې یوه حکومتي چارواکي د جګړو پښلی کړی او د ۱۴ ځایي استوګنو د وژل کېدو تر څنګ یې د اته اسلامي دولت ډلې وسلوالو د وژنې خبر هم ورکړی.

دغه چارواکی وايي د اسلامي دولت ډلې د پلویانو دوه مړي د جګړې په سیمه کې پاتې شوي دي.

ځايي خلک وايي د اسلامي دولت ډلې پلویانو دوه ویشت کسان له ځانه سره ژوندي بېولي.

یو ځایي مشر محمد بر په سیمه کی وضعیت په اړه بي بي سي ته وویل:

"د سهار شاوخوا پنځه بجې جګړه پیل شوه. د اسلامي دولت ډلې له وسله والو سره درنې وسلې وې او ګڼو کسانو یې برید کړی و. دوی له یو شمېر اوسېدونکو سرونه پرېک کړي."

"ګڼ کسان یې په ډزو ووژل او د لاجبر په نامه کلی یې په اور وسوځاوه. ټپیان جلال اباد ته لېږدول شوي دي. د ټپیانو شمېر مالوم نه دی."