کویت کې د شیعه ګانو پر جومات ځانمرګي برید "۲۵ کسان وژلي"
د کویت د کورنیو چارو وزارت وايي د دغه هېواد پلازمېنه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ځانمرګي برید پایله کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي برید کې ۲۰۲ کسان ټپیان دي. پر انلاین خپاره شوي انځورونه د جومات پر ویجاړ شوي چت پراته مړي ښيي.
دغه برید د جمعې لمانځه مهال د کویت ښار ختیځ د الصوابر په نامه بوختې سیمې کې د امام صادق جومات کې شوی دی.
له اسلامي دولت ډلې سره تړلې یوې ډلې د برید مسولیت منلی. اسلامي دولت ډلې په وروستیو کې په ګاونډیو هېوادونو سعودي او یمن کې ورته بریدونه کړي دي.
خو دا په کویت کې د شیعه ګانو پر جومات لومړی برید دی.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي د کویت د پارلمان یوه غړي خلیل الصالح چې د برید عیني شاهد دی وویل جومات کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان موجود وو چې درنه چاودنه وشوه.
"د ځانمرګي له ظاهره څرګنده وه چې ځوان هلک دی. هغه د سجدې پر مهال جومات ته ننوت او ماته شاوخوا ۲۰ کلن ښکارېده. ما په خپلو سترګو ولید."
د کویت لومړي وزیر شیخ جابر المبارک الصباح وویل دغه برید د ملي یووالي ګواښولو په موخه شوی. نوموړي زیاته کړه: "خو دا کار اسانه نه دی او موږ له هغوی ډېر پیاوړي یو."
حکومتي تلویزونونو ښودله چې ښاغلی الصباح د پېښې سیمې ته ورغلی و.
له اسلامي دولت ډلې سره تړلې یوه ډله چې ځانونه د نجد ولایت بولي، هماغه ډله چې په وروستیو اوونیو کې یې په سعودي کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د بریدونو مسولیت منلی و، وویل نننی برید دوی کړی دی.
پر انلاین خپرې شوې ویډیوګانې چې په ظاهره د برید له سیمې دي داسې سړي ښيي چې د ځینو کالي پر وینو لړلي او له لوګي ډکې خونې کې ګرځي.
کویت، چې سنیان په کې واکمن دي، شیعه لږه کي هم لري چې د اسلامي دولت ډله یې کافران بولي.