اروپايي اتحادیه څه ډول فعالیت کوي؟

اروپايي اتحادیه وايي د دوی اتحاد د دېموکراتیکو اروپايي هېوادونو د یوې کورنۍ په توګه دی چې د سولې او هوساینې لپاره په ګډه کار کوي.

د ۲۸ هېوادونو دا ټولنه په بیلا بیلو ډګرونو لکه تجارت، چاپیریال ساتنه، ترانسپورت او خلکو ته د کارونو پیدا کولو په برخو کې یو له بله سره همکاري کوي.

د اروپايي اتحادیې آرمانونه

اروپايي اتحادیه د دې لاندې لارو په مرسته د خپلو غړو هېوادونو اقتصادي او سیاسي نژدیوالی غواړي:

  • ګډې دود پیسې یا مروجې پیسې
  • د غړو هېوادو ترمنځ د تګ راتګ آزادي
  • بې پولې تجارتي بازار
  • پراختیا
  • د ګډې بهرنۍ، امنیتي تګلارې وده

د ۲۰۰۴ کال په مې کې په اروپايي اتحادیې کې ۱۰ نوي غړي شامل شول، چې زیاتره یې پخواني کمونیستي هېوادونه دي. دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د یووالي پر لور یو مهم ګام و.

د چک جمهوریت، قبرص، ایستونیا، هنګري، لاتویا، لیتوانیا، مالټا، پولند، سلواکیا او سلوانیا د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ.

اروپايي شورا

اروپايي شورا د اروپايي اتحادیې یوه موسسه ده چې د غړو هېوادونو د حکومتونو مشران، د دې شورا مشر او د اروپايي کمیسیون مشر یې غړي دي.

اروپايي شورا د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ او امنیتي تګلارو د لوړې کچې استازیتوب کوي. اوسنی مشر یې ډونالد ټسک دی.

اروپايي شورا کوم رسمي قانون جوړونکی واک نه لري، خو یوه ستراتیژیکه موسسه ده چې د بحرانونو حلولو په برخه کې عمومي سیاسي لارښونې کوي، لومړیتوبونه ټاکي او د یوه ډله ییز ریاست په توګه کار کوي.

اروپايي شورا باید د اروپا د شورا سره اشتباه نه شي. د اروپا شورا یوه بیله نړیواله موسسه ده چې په ۱۹۴۹ کال کې جوړه شوې، ۴۷ هېوادونه یې غړي دي او د قانوني معیارونو، بشري حقونو، د دېموکراسۍ ودې، د قانون حاکمیت او کلتوري همکارۍ په برخه کې دغړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره کار کوي او د اروپايي اتحادیې تر کنترول لاندې نه ده.

اروپايي کمیسیون

د اروپايي اتحادیې ۲۸ غړي هېوادونه هر یو په اروپايي کمیسیون کې یو استازی لري، او هر یو د تګلارو پر یوه ډګر باندې کار کوي لکه عدلي چارې، کورنۍ چارې یا د اروپايي ټولنې کورنی بازار او داسې نور.

کمیسیون د قوانینو مسودې جوړوي او د تړونونو د ساتونکي په توګه کار کوي، د اتحادیې مقررات عملي کوي او که کوم غړی هېواد د کومې منلې تګلارې عملي کول وځنډوي یا ورڅخه انکار وکړي، کمیسیون ورته خبرداری ورکوي او که اړتیا پېښه شي د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې ته یې وړاندې کوي.

کمیسیون مختلف هېوادونه جریمه کولای شي او که اړتیا وي هغوی ته مالي مرستې ځنډولای هم شي.

د اروپايي اتحادیې نوي قوانین، یا د موجودو قوانینو اصلاح کول معمولا د حکومتونو، د اروپايي اتحادیې پارلماني غړو او با نفوذه ډلو د غوښتنو له مخې رامنځ ته کېږي.

اروپايي کمیسیون تقریبا ۳۳ زره کارکونکي لري. د کمیسیون نوی مشر د لوکزامبورګ پخوانی لومړی وزیر ژان کلود یونکه دی.

د وزیرانو شورا

دا د اروپايي پارلمان تر څنګ یوه بله موسسه ده چې معمولا د شورا په نامه هم یادېږي او د غړو هېوادو د حکومتونو له استازو (وزیرانو) څخه جوړه شوې ده.

اروپايي قوانین، د اروپايي پارلمان او شورا ترمنځ له بشپړو مذاکرو وروسته د غړو هېوادونو د قوانینو یوه برخه ګرځي.

دوی د اروپايي کمیسیون له خوا جوړو شویو مسودو باندې په دقت سره غور کوي، تر یو لړ بدلونونو وروسته یې نهايي کوي، او د رایې اچولو لپاره یې اروپايي شورا او پارلمان ته وړاندې کوي.

د اروپايي شورا رایې اچونې ځانګړی طرزالعمل لري. په ځینو مسایلو کې د رایو وزن د هېوادونو د لوی والي او اقتصادي قوت په تناسب حسابېږي، د مثال په توګه د جرمني د رایو وزن له لوکزامبورګ نه ډېر دی.

دې ته د (وړتیا درلودونکي اکثریت رایو اچولو طریقه) وايي. جرمني، فرانسه، ایټالیا او بریتانیا هر یو ۲۹ رایې لري، په داسې حال کې چې مالټا درې رایې لري.

خو د ځینو مسلو لکه مالیې یا بهرنۍ تګلارې مسایلو په برخه کې لکه تجارتي لوزنامې یا بندیزونه، د ټولو غړو هېوادو توافق ته اړتیا وي.

د لیزبون تړون چې په ۲۰۰۷ کال کې لاسلیک شوی، اروپايي پارلمان ته نور زیات واکونه ورکړل.

د دې پارلمان ۷۵۱ غړي د مستقیمو رایو له مخې ټاکل کېږي چې د اروپايي اتحادیې د ۵۰۰ میلیونو خلکو استازیتوب کوي.

د غړیو هېوادونو د څوکیو شمېر د هغوی د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د مثال په توګه جرمني تر ټولو زیات یعنې ۹۶ څوکۍ ، فرانسه ۷۴، بریتانیا او ایټالیا هر یو ۷۳ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې کم نفوسه هېوادونه لکه مالټا استونیا او لوکزامبورګ هر یو ۶ څوکۍ لري.

د اروپايي پارلمان مرکز اوس د فرانسې د ستراسبورګ په ښار کې دی.

اروپايي پارلمان او شورا په اکثرو مواردو کې په ګډه قوانین جوړوي خو په ځینو خاصو مواردو کې اروپايي شورا وروستۍ فیصله کوي او پارلمان مشورتي رول لوبوي.

د اروپا د بهرنیو چارو څانګه

د اروپايي اتحادیې د دیپلوماتیکو چارو څانګې جوړول د لیزبون د تړون یو مهم نوښت و، د دې لپاره چې اروپايي اتحادیه وکولای شي په نړیوال ډګر کې په یوه واحد غږ سره عمل وکړي.

په ۲۰۱۲ کال کې د دې څانګې بودیجه ۴۸۹ میلیونه یورو وه. د دې څانګې د ټولو اړوندو کارکونکو شمېر ۳،۵۰۰ کسانو ته رسېږي.