رګبي نړیوال جام: نمېبیا له ټونګې ۳۵-۲۱ ماته وخوړه

لوبه کې دواړو لوبډلو تېزه او تونده لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د عکس تشریح، لوبه کې دواړو لوبډلو تېزه او تونده لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د ۲۰۱۵ کال رګبي نړیوال جام سیالیو کې د ټونګا لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته نمېبیا ته د ۳۵-۲۱ په توپیر ماته ورکړه.

د ټونګا له لورې تېلوسا وینو او جک رېم پاینټونه لاسته راوړل خو په ځواب کې د نمېبیا جوهن ټرومپ هم د خپلې لوبډلې لپاره یو امتیاز ترلاسه کړ.

وروسته بیا د لتیوم فوسیتا د پاینټ په مټ ټونګا د ۲۲-۷ په توپیر مخکې شوه.

دا په روان نړیوال جام کې د ټونګا لوبډلې لومړۍ بریا ده.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې جیورجیا ټونګې ته ټکان ورکړی و او د ۱۷-۱۰ په توپیر یې له ماتې سره مخامخه کړې وه.

خو د نمېبیا پر وړاندې له بریا سربېره، که ټونګا غواړي چې منځلوبو ته لار ومومي نو په بله لوبه کې یې د ارجنټاین پر وړاندې ګټه حتمي ده.

د نمېبیا او ټونګې تر منځ لوبه کې دواړو لوبډلو تېزه او تونده لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

په لومړۍ نیمه کې تر ډېره ټونګا برلاسې ښکارېده.

خو په دوهمه نیمه کې لوبه هغه مهال لا جالبه شوه چې نمېبیا پاینټونه لاسته راوړل او ویې ښوده چې په اسانۍ ماته نه مني.

د نمېبیا له خوا په مقاومت کې د دوی لوبډلمشر برګر مهم رول ولوباوه او دوه پاینټونه یې لاسته راوړل.

له جیورجیا سره د ټونګې لوبه ښايي برخلیک ټاکونکې وي او نمېبیا خپله بله لوبه نن (سپتمبر ۳۰مه) د جیورجیا پر وړاندې کوي.

نمېبیا له ۱۹۹۹ کال راهیسې د نړیوال جام سیالیو په تېرو ۱۷ لوبو کې بریا لاسته نه ده راوړې او نننۍ لوبه به د دغه خراب ریکارډ ماتولو ښه چانس وي.

د ټونګا لوبډلې روزونکي مانا اوتې وویل: "دا لوبه زموږ لپاره خورا مهمه وه، نه یوازې بریا بلکې پاینټونه لاسته راوړل هم مهم وو."

"دوه نورې لوبې لرو نو اوس په دې فکر کې یو چې څومره امتیازونه باید لاسته راوړو چې منځلوبو ته لار ومومو."