د روسیې هوايي بریدونه "د سخت دریځۍ اور ته لمن وهي"

امریکا وېره لري چې بریدونو کې د روسیې د متحد، د سوریې ولسمشر بشارالاسد مخالفین په نښه شوي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، امریکا وېره لري چې بریدونو کې د روسیې د متحد، د سوریې ولسمشر بشارالاسد مخالفین په نښه شوي دي.

د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف غړو هېوادونو پر روسیې غږ کړی چې سوریه کې دې خپل هوايي بریدونه ودروي.

دوی وايي، د روسیې هوايي بریدونو کې د سوریې د حکومت مخالفین او ملکیان په نښه کېږي.

د جمعې پر ورځ (اکتوبر دوهمه) امریکا، بریتانیا ترکیې او د ایتلاف نورو غړو په یوه ګډه وینا کې وویل، د روسیې هوايي بریدونه "د سخت دريځۍ اور ته لمن وهي."

روسیه بیا وايي چې په خپلو هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت په نامه ډلې هدفونه په نښه کوي.

د روسیې یو جګپوړي چارواکوي وویل، هوايي بریدونه ښايي درې یا څلور میاشتې دوام ومومي.

د روسیې په پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېټې مشر الیکسي پوشوکوف ووویل، امریکا یوازې "په خوله" وايي چې پر اسلامي دولت ډلې یې بمبارۍ کړې خو روسیه ژمنه کوي چې د دوی کمپاین به په پرتلیز ډول ډېر اغېزناک وي.

روسیې د چارشنبې پر ورځ (سپتمبر ۳۰مه) سوریه کې خپل هوايي بریدونه پیل کړل.

تر دې مخکې، د لبنان المیادین تلویزون راپور ورکړی و چې د روسیې له خوا تازه هوايي بریدونو کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د (جیش الفتحه) په نامه ياغي ډلې تر ولکې لاندې سیمې په نښه شوې دي.

فعالان وايي د حمص او حما پر ولایتونو هم بریدونه شوي دي.

د چارشنبې پر ورځ روسیې وویل سوریه کې یې پر اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې شاوخوا ۲۰ هوایي بریدونه کړي دي.

خو امریکا وویل، وېره لري چې بریدونو کې د اسلامي دولت ډله نه بلکې د روسیې د متحد، د سوریې ولسمشر بشارالاسد مخالفین په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې د پنجشنبې پر ورځ (اکتوبر لومړۍ) بریدونو کې د جسر الشغور ستراتېژیک ښارګوټي څنګ ته سیمې، او د سوېل په لور د ادلب او حما ولایتونه په نښه شوي دي.

یاغي فعالانو د حمص ولایت په غنتو سیمه کې هم د بریدونو راپور ورکړی دی.

د جیش الفتحه ایتلاف په وروستیو میاشتو کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې پرمختګ کړی و او له حکومت پلوو ځواکونو یې د ادلب سیمه نیولې وه.

په دغه ایتلاف کې د النصره جبهه، القاعدې سره تړلې ډله او سخت دریځه اسلامي ډله احرار الشام او ګڼې نورې منځلاري اسلامي ډلې شاملې دي.

دغه ټولې ډلې د اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې مخالفین دي او له دغې ډلې سره یې خونړۍ نښتې کړې دي.

تر دې مخکې، د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو لوړ پوړو چارواکو پرېکړه وکړه، چې د پوځي چارواکو تر منځ ژر تر ژره خبرې وشي، چې په سوریې کې د خپلمنځي ټکر مخه ونیوله شي.

د امریکا متحده ایالت سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي بریدونه کوي.

د روسیې الوتکو حمص او هما ولایتونو کې د بشارالاسد حکومت پر مخالفانو بریدونه کړي دي

د عکس سرچینه، RIA NOVOSTI

د عکس تشریح، د روسیې الوتکو حمص او هما ولایتونو کې د بشارالاسد حکومت پر مخالفانو بریدونه کړي دي

ناټو وايي د امریکا په مشرۍ دغو عملیاتو کې د روسیې مرسته ډېره مهمه ده.

د امریکا یوه چارواکي ویلي، داسې ښکاري، چې روسیې په ظاهره د بشارالاسد مخالفانو پر ضد هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي په خبره یوه روسي چارواکي بغداد کې د امریکا سفارت یوه چارواکي ته ویلي، چې د روسیې الوتکې به سوریې کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیاتو لپاره الوتنې وکړي.

چارواکي له امریکا غوښتي، چې د دوی ماموریت بهیر کې د سوریې له هوايي حریم نه ډډه وکړي. د امریکايي چارواکي په خبره:

"موږ د رسنیو رپوټونه هم لیدلي، چې ښيي د روسیې ماموریت پیل شوي دی."

چارواکي وايي سوریې او عراق کې به د اسلامي دولت پر ضد د امریکا او متحدینو عملیات دوام وکړي، خو دوی د روسیې پر کړنو نیوکې هم کړې.

امریکايي چارواکي اندېښنه څرګندونه ښيي، چې دغه بریدونه د بشارالاسد حکومت هغو مخالفانو پر ضد کېږي، چې د اسلامي دولت ډلې غړي نه دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکايي چارواکي اندېښنه څرګندونه ښيي، چې دغه بریدونه د بشارالاسد حکومت هغو مخالفانو پر ضد کېږي، چې د اسلامي دولت ډلې غړي نه دي

د روسیې دفاع وزارت ویلي الوتکو یې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بریدونه کړي، خو بل لور ته امریکايي چارواکي وايي هغه سیمې، چې د روسیې الوتکو پکې بمباري کړي، د اسلامي دولت ډلې په کنترول کې نه دي.

د چهارشنبې په ورځ د روسیې پارلمان د رایو په اکثریت ولسمشر ته له هېواده بهر د روسي پوځ ځای پر ځای کولو واک ورکړ.

د روسیې الوتکو حمص او هما ولایتونو کې د بشارالاسد حکومت پر مخالفانو بریدونه کړي دي.

رپوټونو کې ویل شوي ، چې دغه پرمختګ د سوریې ولسمشر بشارالاسد له لوري د پوځي مرستو له غوښتنې وروسته شوی دی.

د سوریې اپوزیسیون شبکې ځايي اړیکو کمېټې ویلې، چې روسي الوتکو په زفارانیه، راستان، تالباثې، مکرامیه او ګهانتو سیمو کې بمبارۍ کړې، چې پکې ۳۶ کسان وژل شوي دي، خو دغه یوه سیمه هم د اسلامي دولت ډلې کنترول کې نه ده.