د چین پر ملي سرود د ناخوښۍ له کبله هانګ کانګ جریمه شو

د چین او هانګ ملي سرود یو دی.
د عکس تشریح، د چین او هانګ ملي سرود یو دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) تېره میاشت د هانګ کانګ د مینه والو له خوا د لوبې په بهیر کې د چین پر ملي سرود د ناخوښۍ څرګندولو له کبله د هانګ کانګ د فوټبال فدراسیون ۴۰ زره ډالره جریمه کړی دی.

د قطر پر وړاندې د نړیوال جام لار موندنې پړاو لوبه کې مینه والو یو څه توکي هم لوبغالي ته غورځولي وو.

فیفا تر دې مخکې هم د هانګ فوټبال فدراسیون ته د مینه والو له خوا د چین د ملي سرود په اړه د ناخوښۍ څرګندولو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

په ۱۹۹۷ کال کې چې کله چین د هانګ کانګ سیمې کنترول تر لاسه کړ نو له هغې راهیسې دواړه یو ملي سرود لري.

خو تېر کال د هانګ کانګ په ټاکنو کې په ادعا شوي ډول د چین د لاسوهنې له کبله له مظاهرو وروسته، هانګ کانګ کې د چین ضد احساسات زیات شوي دي.

د هانګ کانګ د فوټبال فدراسیون ویاندې سارا لي وویل، "لوبغالي ته چې کوم توکي غورځول شوي، ویل کېږي چې ښايي د لیمو چایو قطی وي او هماغه پېښه د دغې جریمې لامل شوه."

نوموړې وویل، "موږ به پوره هڅه وکړو چې راتلونکې کې دغه ډول پېښې رامنځته نه شي."

"موږ خو مینه والو ته سزا نه شو ورکولی خو هڅه به کوو دوی راتلونکې کې ناخوښي څرګنده نه کړي."

د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې بیانیه کې راغلي "فیفا په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو د تکرار په صورت کې د سختو بندیزونو لګولو خبره کړې او د نورې سزا د مخنیوي لپاره یې ویلي چې باید دغه ډول پېښې بیا رامنځته نه شي."