سعودي پر یمن هوايي بمبارۍ بیا پیل کړې

سعودي پر یمن هوايي بمبارۍ بیا پیل کړې

د سعودي په مشرۍ پوځي ايتلاف په يمن کې د حوثي باغيانو پر ضد بمبارۍ بيا پيل کړي دي.

له یوې میاشتنۍ بمبارۍ وروسته یمنی حکومت لا هم بېرته نه دی پر ځای شوی او حوثي یاغیان چې د سعودي په وینا د ایران ملاتړ لري لا هماغسې لګیا دي او د پلازمېنې کنټرول تر ګوتو کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یمن کې د بېړنۍ مرستې غږ کړی دی.