خیبر پښتونخوا کې۵۰ زره استادان روزل کېږي

روزونکي د پېښور، لاهور، کراچۍ او اسلام اباد ښارونو استادان دي.
د عکس تشریح، روزونکي د پېښور، لاهور، کراچۍ او اسلام اباد ښارونو استادان دي.

خیبر پښتونخوا کې د یو ډول تعلیمي سیستم لپاره پاکستاني حکومت د شخصي ادارو په مرسته د حکومتي ښوونځیو شاوخوا ۵۰ زره استادانو ته روزنه ورکوي.

په دې موخه د بېکن هاوس ښوونځي په ګډون د یو شمېر نورو شخصي ښوونځیو استادان د خیبر پښتونخوا لرې پرتو سیمو ته تللي او د هر ښوونځي استادانو ته د انګریزۍ ژبې او نورو مضمونونو د تدریس غوره لارې چارې ورزده کوي.

د بېکن هاوس ښوونځي له ۲۰ تر ۲۵ نارینه او ښځینه استادانو څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان سیمې لرې پرتو کلیو کې د استادانو د روزنې کار بشپړ کړ.

روزونکي د پېښور، لاهور، کراچۍ او اسلام اباد ښارونو استادان دي.

د دغې پروژې له مخې د شخصي ادارو استادانو د چودهوان، درابن او کلاچي په څېر لرې پرتو سیمو ته سفرونه وکړل. په دغو ښوونځیو کې استادانو ته تر پنځو ورځو د انګریزۍ ژبې، عمومي پوهنې مضمون او ریاضي روزنه ورکړل شوه.

د حکومتي ښوونځیو استادانو د روزنې د ټیم مشر شهریار خان وویل روزنه په انګریزۍ ژبې ترسره کېږي او استادانو ته دا ښودل کېږي چې ماشومانو ته څنګه په ښه ډول تعلیم ورکولی شي.

نوموړي وویل ډېری استادان لوستي دي او غواړي زده کړه وکړي او که دغه لړۍ همداسې روانه وي نو پروژه ښايي ډېرې مثبتې پایلې ولري.

ده زیاته کړه چې استادانو ته د تدریس عصري لارې چارې ښودل کېږي.

خیبر پښتونخوا کې د تعلیم په برخه کې حکومت ګڼ ګامونه پورته کړي، له تعلیمي نصابه نیولې په ښوونځیو کې د ماشومانو تر شامېلېدو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، خیبر پښتونخوا کې د تعلیم په برخه کې حکومت ګڼ ګامونه پورته کړي، له تعلیمي نصابه نیولې په ښوونځیو کې د ماشومانو تر شامېلېدو.

د خیبر پښتونخوا د پوهنې وزیر محمد عاطف بي بي سي ته وویل دا د تحریک انصاف ګوند د ایالتي حکومت د تعلیم د پروژې دوهم پړاو دی.

نوموړي وویل په لومړي پړاو کې د لومړي ټولګي ۲۳ زره ښوونکو ته روزنه ورکړل شوې وه.

د پوهنې وزیر په وینا حکومت د دغې پروژې لپاره د ۸۰۰ میلیون کلدارو بودیجه ځانګړې کړې وه.

نوموړي وویل د ښوونځیو سرمعلمینو او مدیرانو روزنه بېله ده او د ښوونځیو لپاره یې د استادانو او د زده کونکو له میندو او پلرونو کمېټې جوړې کړې چې کارپوهان ورته روزنه ورکوي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه ښوونځیو ته به د دغو کمېټو له لارې بودیجه ورکول کېږي چې د ممکنه فساد مخه ونیول شي.

خیبر پښتونخوا کې د تعلیم په برخه کې حکومت ګڼ ګامونه پورته کړي، له تعلیمي نصابه نیولې په ښوونځیو کې د ماشومانو تر شامېلېدو.

حکومت ښوونځیو ته د ماشومانو جلبولو لپاره د (استاد کور ته راغلی) په نامه یو کمپاین هم پیل کړی چې استادان په کې د خلکو کورونو ته ځي او ماشومان ښوونځیو ته هڅوي.

داسې انګېرنې شته چې د تېر په پرتله اوسني حکومت د تعليم حالت ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي، دا چې پایلې به یې څه وي او ایا دغه هڅې به دوام ومومي یا نه، هغه څه دي چې راتلونکې کې به څرګنده شي.