امريکا وايي پر القاعدې بريدونو کې دوه يرغمل وژل شوي

۷۲ کلن ورېن وینسټین یو امریکایی د پراختیايي پروژو کارکونکی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

۷۲ کلن ورېن وینسټین یو امریکایی د پراختیايي پروژو کارکونکی و.

سپینې ماڼۍ ویلي چې جنورۍ کې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو دوه هغه کسان وژلي چې القاعدې نیولي وو.

دغه عملیات د افغانستان او پاکستان پر پوله ترسره شوي وو چې په کې امریکایی ورېن وینسټین او ایټالوی ګیووني لوپورټو ووژل شول.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا یو دردونکی تاوان بللی او په اړه یې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

دوه نور امریکایان چې ویل کېږي د القاعدې غړي وو هم وژل شوي، یو یې په همدغو عملیاتو کې.

سپینې ماڼۍ وویل په دغو عملیاتو کې د القاعدې یو مشر احمد فاروق وژل شوی و او اډم ګډن چې یو مهال د دغې اورپکې ډلې ویاند ګڼل کېده، په یوه بل برید کې وژل شوی و.

چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي د اسوشیټیډ خبري اژانس ته وویل په هغو عملیاتو کې چې دغه یرغمل په کې ووژل شول، له بې پیلوټه الوتکې کار اخیستل شوی و.

یرغمل څوک وو؟

  • ۷۲ کلن ورېن وینسټین یو امریکایی د پراختیايي پروژو کارکونکی، په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په لاهور کې له خپل کوره تښتول شوی و. هغه په پاکستان کې اووه کاله اوسېدلی و او د اقتصادي ودې پر پروژو یې کار کاوه.
  • ۳۹ کلن ګیووني لوپورټو یو ایټالوی، د ۲۰۱۲ کال جنورۍ کې د پاکستان ملتان ښار کې تښتول شوی و. هغه د وېلټ هنګر لایف په نامه یوې نړیوالې مرستندویه ډلې سره دنده ترسره کوله.

ولسمشر اوباما چې په سپینه ماڼۍ کې یې د دغو عملیاتو په اړه خبرې کولې وویل، امریکا په دې باور دغه برید ترسره کړی و چې د القاعدې په مرکز کې ملکیان نه شته.

اډم ګډن، په کلیفورنیا کې لوی شوی وو او په زلمیتوب کې یې له مسلمانېدو وروسته خپل نوم بدل کړی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح،

اډم ګډن، په کلیفورنیا کې لوی شوی وو او په زلمیتوب کې یې له مسلمانېدو وروسته خپل نوم بدل کړی و.

هغه وویل د مشر قومندان په توګه دی د دغو عملیاتو "بشپړ مسولیت" مني.

د ښاغلي وینسټین ښځې الېن وویل: "هغه کسانو چې درې کاله مخکې یې ورېن تښتولی و، د ده د وژل کېدو مسولیت لري".

اغلې وینسټین د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکه وکړه او و یې ویل، دوی د دې د خاوند یرغمل نیونې قضیه "یو لومړیتوب نه بلکې یوه سر دردي" بلله.

ولسمشر اوباما وویل دغه عملیات د سپینې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد پروتوکول پر بنسټ ترسره شوي وو.

نوموړي وویل دا "یو تریخ حقیقت دی"، تېروتنې کېږي، خو امریکا یې بشپړ مسولیت مني.

شننه – تارا مېکلېوي، بي بي سي، واشنګټن

اډم ګډن، په کلیفورنیا کې لوی شوی وو او په زلمیتوب کې یې له مسلمانېدو وروسته خپل نوم بدل کړی و.

په ۱۹۹۸ کال کې نوموړی پاکستان ته ولاړ او له القاعدې ډلې سره یې د یوه ژباړونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه په امریکا کې پر خیانت تورن شوی و او پر سر یې د یو میلیون ډالرو انعام اعلان شوی و.

په یوه ویډیو کې چې د ۲۰۱۳ کال اګست کې خپره شوه هغه پر اورپکو غږ کړی و چې د لوېدیځو هېوادونو پر دیپلوماتانو بریدونه وکړي.

نوموړي ویلي وو: "امریکا کې وسلې لاسته راوړل ډېر اسانه کار دی. تاسو څه ته منتظر یاست؟"