عراق کې د رمادي ښار د بېرته نیولو هڅې

عراق کې د رمادي ښار د بېرته نیولو هڅې

په عراق کې لومړی وزیر حیدر العبادي له شیعه ملېشو سره ویني چې وګوري څنګه کولی شي له اسلامي دولت نومې ډلې د رمادي ښار بېرته ونیسي.

دا یوازې رمادي نه دی چې عراقی حکومت یې د بيا نیولو لپاره جنګېږي. په بله برخه، مهم سټراټیژیک ښار موصل باندې هم جګړه روانه ده.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوه چې له عراقي پوځي ماموریت سره مله شي او و یې ګوري.