هرات کې د جهاد موزیم

هرات کې د جهاد موزیم

کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له لس کلن يرغل وروسته له افغانسانه ووتل، یو پخوانی، (کې جي بي) افسر حاکيموف بحرودین بېرته ورسره خپل هېواد ته نه شو ستون.

دی افغان مجاهدینو نیولی و. کورنۍ یې فکر کاوه چې مړ دی خو ده پرېکړه کړې وه چې افغانستان کې به پاتې کېږي.

نن یې نوم شېخ عبدالله دی، هرات کې اوسي او د جهاد په موزیم کې دنده لري.