"محکوم سلمان خان دوبۍ ته روان دی"
دوبۍ کې د جایزو د ورکړې د یوه پروګرام تنظیمونکي ویلي د بالیوډ سینما محکوم شوی ستوری سلمان خان په دغه پروګرام کې ګډون کوي، سره له دې چې نوموړی لا هم د سفر په موخه د محکمې اجازې ته انتظار باسي.
سلمان خان په خپل موټر د یوه بې کوره سړي د وژلو قضیه کې په پنځه کال بند محکوم شوی و خو له اپیل وروسته یې سزا وځنډول شوه.
د هند پریس ټرسټ خبري اژانس راپور ورکوي، نوموړي د مې پر ۲۹مه دوبۍ ته د خپل سفر لپاره د ممبۍ له سترې محکمې نه اجازه غوښتې ده.
د (عرب-هندي بالیوډ جایزو) پروګرام تنظیمونکو تېره اوونۍ په دغه پروګرام کې د سلمان خان ګډون تاید کړ. ټاکل شوی نوموړی د پروګرام په وروستۍ برخه کې څرګند شي.
ښاغلی خان د هندي سینما یو تر ټولو د لوړ باور ستوری دی چې خورا ډېر مینه وال لري. ده په څه دپاسه ۸۰ هندي فلمونو کې رول لوبولی دی.
د نوموړي مینه والو د ده د سزا د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی کړی و خو نورو بیا استدلال کاوه چې زیاتره خلک په دومره چټکۍ د خپلې قضیې د څېړل کېدو چانس نه لري.
د ۲۰۰۲ کال په دغه پېښه کې یو سړی وژل شوی او څلور نور هغه مهال ټپیان شوي وو چې سلمان خان خپل موټر د ممبۍ ښار پر یوه پیاده رو وروستی و. دغه کسان د پلیو پر لار ویده وو.
د مې پر اتمه د هند سترې محکمې نوموړی په ضمانت خوشې او د ده تر اپیل یې سزا وځنډوله.
د هند پریس ټرسټ خبري اژانس وايي سترې محکمې ویلي وو سلمان خان باید له هند دباندې سفر لپاره د محکمې اجازه واخلي.
خو د (عرب-هندي بالیوډ جایزو) لومړي پروګرام تنظیمونکی ورون وايي خان تېره اوونۍ تاید کړه چې په دغه پروګرام کې به ګډون کوي او دا چې "بهر ته د سفر په برخه کې دی هېڅ راز قانوني ستونزه نه لري".
نوموړي وویل سلمان خان به د مې په ۲۸مه دوبۍ ته ورسېږي او په دوو سندرو ته به نڅا وکړي. د دغه پروګرام پر ویب پاڼه راغلي چې خان به د خپرونې په وروستۍ برخه کې ګډون کوي.
د هند پریس ټرسټ خبري اژانس وايي خان د سفر د اجازې لپاره د چارشنبې پر ورځ عریضه وړاندې کړه او ښايي راتلونکې اوونۍ یې په اړه پرېکړه وشي.
د روان کال جنورۍ میاشت کې د بالیوډ سینما د بل مشهور ستوري سنجې دت، چې د وسلو ساتلو په جرم په بند محکوم شوی، د خوشې کېدو اپیل رد شو.
له محکومېدو وروسته نوموړي ته له بند د وتلو او د ځینو نابشپړو فلمونو پوره کولو پر اجازې ډېرو نیوکې کړې وې.