سوریه کې د مشهور لرغوني ځای د وېجاړېدو اندېښنې
سوریه کې د مشهور لرغوني ځای د وېجاړېدو اندېښنې
د رپوټونو له مخې سوریه کې د نړۍ یو تر ټولو مشهور لرغونی ځای، د پالمیرې یا تدمر پاتې شونې، اوس د اسلامي دولت نومې ډلې تر کنټرول لاندې دی.
د سوریې دولتي تلویزیون ويلي حکومت پلوي ځواکونه له هغه وروسته چې یې ولسي وګړو ته د وتو خوندي لار ومونده له دې سیمې ووتل.
فعالان وايي اسلامي دولت ډله اوس د سوریې پوره نیمايي کنټرولي.